په کابل کې دې امن سیمه رامینځةشي
ټاکل شوې ده ، دملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش سبا دامنیت شورا له دایمی غړو ، انګلستان ، فرانسې ، امریکا ، چین او روسیې له استازو سره چې د ویټو حق لري ، دافغانستان په موضوع سره یوه ناسته جوړه کړي
روئېټرز خبری آژانس راپور ورکړی، د فرانسې ولسمشر آمانویل ماکرون نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، فرانسه له انګلستان سره یو ځاي د ملګروملتو بیړنۍ غونډې ته چې ټاکل شوې ده ،سبا د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب ترسره شي ، یو پریکړه لیک وړاندې کړي، چې په هغه کې د هغو کسانو د حفاظت په موخې سره چې له هیواده د وتلو نیّت لري ، یوه امنه سیمه جوړه شي .
ټاکل شوې ده ، دملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش سبا دامنیت شورا له دایمی غړو ، انګلستان ، فرانسې ، امریکا ، چین او روسیې له استازو سره چې د ویټو حق لري ، دافغانستان په موضوع سره یوه ناسته جوړه کړي .