هندوستان د ایران خارجه وزیر ته د سفر بلنه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105058-هندوستان_د_ایران_خارجه_وزیر_ته_د_سفر_بلنه_ورکړه
فارس خبري اژانس وايي د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سوبرا امانیام جی شنکر د ایران د باندنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلي فوني خبرو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا باندې د ټینګار په ترڅ کښې هغه ته بلنه ورکړه چې نوي ډیلي ته ورشي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2021 00:28 Asia/Kabul
  • هندوستان د ایران خارجه وزیر ته د سفر بلنه ورکړه

فارس خبري اژانس وايي د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سوبرا امانیام جی شنکر د ایران د باندنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلي فوني خبرو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا باندې د ټینګار په ترڅ کښې هغه ته بلنه ورکړه چې نوي ډیلي ته ورشي .

د هندوستان خارجه وزیر جی شنکر د ایران د بهرنیو  چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلي فوني تماس کښې د دلچسپۍ وړ موضوعګانو په هکله خبرې وکړې .

د هندوستان خارجه وزیر دغه راز د افغانستان په هکله د دواړو هیوادونو د مشورو د دوام پرضرورت ټینګار وکړ .