هندوستان د ایران خارجه وزیر ته د سفر بلنه ورکړه
Sep 02, 2021 00:28 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سوبرا امانیام جی شنکر د ایران د باندنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلي فوني خبرو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا باندې د ټینګار په ترڅ کښې هغه ته بلنه ورکړه چې نوي ډیلي ته ورشي .
د هندوستان خارجه وزیر جی شنکر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلي فوني تماس کښې د دلچسپۍ وړ موضوعګانو په هکله خبرې وکړې .
د هندوستان خارجه وزیر دغه راز د افغانستان په هکله د دواړو هیوادونو د مشورو د دوام پرضرورت ټینګار وکړ .
ټیګونه