امریکا د طالبانوپه ضد بندیزونه نه کموي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105130-امریکا_د_طالبانوپه_ضد_بندیزونه_نه_کموي
د چین خارجه وزارت ویندوي  دطالبانو په ضد دواشنګټن   داقداماتو په غبرګون کې وئيلي دي  دطالبانو په ضد دامریکا دباؤنه او بندیزونه د افغانستان مشکل نه حل کوي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 03, 2021 07:35 Asia/Kabul
  • امریکا د طالبانوپه ضد بندیزونه نه کموي

د چین خارجه وزارت ویندوي  دطالبانو په ضد دواشنګټن   داقداماتو په غبرګون کې وئيلي دي  دطالبانو په ضد دامریکا دباؤنه او بندیزونه د افغانستان مشکل نه حل کوي .

روئيټرزخبری آژانس  راپور ورکړی ،د امریکا  خارجه وزارت ویندوي نډ پرایس بیګا په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،دم ګړۍ  دطالبانو په ضد دبندیزونو کمول مطرح نه دي . همداراز مونږ  نړیوالو مالی نظامونو ته د دوي دلاس رسي په باب  دمحدودیتونو  په کمولو هم کوم غور نه  کوو .

پرایس ادعا کړې مونږ  له افغانستانه  دبشر دوستۍ  ملاتړونو ته پابند یوو او دا مرستې به د انسان دوستۍ د مرستو له ادارو سره په غږملتیا سره  ا جرائي  شي .

 د امریکا د خارجه وزارت  ویندوي د هغو افغان ماشومانو په باب چې  له مور پلار پرته له  دغه هیواده  ویستل  شوي دي ، ووئيل ،  له دغو ماشومانو سره  د پناه غواړو  په څير چلند کیږي څو  د  دوي د کورنۍ نور ورسره  یو ځاي شي.

   د سپينې ماڼۍ چارواکو  وئيلي دي  هغه امریکائي ښاریز چې  تر اوسه په افغانستان کې دي ، او نیّت لري له دغه هیواده ووځي ،  کابو سلو کسانو ته ئې شمیر رسیږي .

د راپورونو په اساس    امریکا او بریتانیا  نیّت لري   په جي اوه ډلې  غونډې کې  د طالبانو په ضد بندیزونه نوره هم زیات کړي . 

 داپه داسې حال کې دي چې  د چین خارجه وزارت ویندوي  دطالبانو په ضد دواشنګټن   داقداماتو په غبرګون کې وئيلي دي  دطالبانو په ضد دامریکا دباؤنه او بندیزونه د افغانستان مشکل نه حل کوي .

د افغانستان ډیری خلک او سیاستوالان  ددغه هیواد اوسنی وضعیّت  په افغانستان کې د امریکا  دماته خوړلو سیاستونو له امله ګڼي .