امریکا د طالبانوپه ضد بندیزونه نه کموي
د چین خارجه وزارت ویندوي دطالبانو په ضد دواشنګټن داقداماتو په غبرګون کې وئيلي دي دطالبانو په ضد دامریکا دباؤنه او بندیزونه د افغانستان مشکل نه حل کوي .
روئيټرزخبری آژانس راپور ورکړی ،د امریکا خارجه وزارت ویندوي نډ پرایس بیګا په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،دم ګړۍ دطالبانو په ضد دبندیزونو کمول مطرح نه دي . همداراز مونږ نړیوالو مالی نظامونو ته د دوي دلاس رسي په باب دمحدودیتونو په کمولو هم کوم غور نه کوو .
پرایس ادعا کړې مونږ له افغانستانه دبشر دوستۍ ملاتړونو ته پابند یوو او دا مرستې به د انسان دوستۍ د مرستو له ادارو سره په غږملتیا سره ا جرائي شي .
د امریکا د خارجه وزارت ویندوي د هغو افغان ماشومانو په باب چې له مور پلار پرته له دغه هیواده ویستل شوي دي ، ووئيل ، له دغو ماشومانو سره د پناه غواړو په څير چلند کیږي څو د دوي د کورنۍ نور ورسره یو ځاي شي.
د سپينې ماڼۍ چارواکو وئيلي دي هغه امریکائي ښاریز چې تر اوسه په افغانستان کې دي ، او نیّت لري له دغه هیواده ووځي ، کابو سلو کسانو ته ئې شمیر رسیږي .
د راپورونو په اساس امریکا او بریتانیا نیّت لري په جي اوه ډلې غونډې کې د طالبانو په ضد بندیزونه نوره هم زیات کړي .
داپه داسې حال کې دي چې د چین خارجه وزارت ویندوي دطالبانو په ضد دواشنګټن داقداماتو په غبرګون کې وئيلي دي دطالبانو په ضد دامریکا دباؤنه او بندیزونه د افغانستان مشکل نه حل کوي .
د افغانستان ډیری خلک او سیاستوالان ددغه هیواد اوسنی وضعیّت په افغانستان کې د امریکا دماته خوړلو سیاستونو له امله ګڼي .