ورځپاڼو ته کتنه ۲۱-۶-۰۰
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې وليکل:د ايران د اسلامي انقلاب معظم ر هبر په اطلس بحيره کښې د دريانوردۍ له تاريخي ماموريت څخه د فوځ د سمندري ځواک د ۷۵ يم نومې سمندري بېړيو ډلې په مقدرانه او عزتناکه توګه ستنېدو باندې د مبارکۍ په ويلو سره د دغې ډلې له قوماندان او ټولو کارکونکو څخه قدرونه وکړه.
ورځپاڼې همدارنګ د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د ویاند سردار ابوالفضل شکارچي له قوله وليکل: د ایران وسله وال ځواکونه له لوړ چمتووالي برخمن دي. د خبر له مخې هغۀ له العالم ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د ایران وسله وال ځواکونه د سیمې او د نړیوالو بدلونونو لپاره ضروري چمتو والی لري .
هغه وویل د افغانستان نوی حکومت باید امریکا ته بیرته د ورتلو اجازه ورنکړي او باید د سیمې د هیوادونو په امنیت منفي اغیز ونه شیندي .
هغه وویل د سوریې او د عراق په رسمي غوښتنه مو دغو هیوادونو ته پوځي مشورې وکړي او مونږ په سیمه کښې د امنیت د رامینځته کولو هڅه کوي .
شکارچي وویل ایران د مظلومو ملتونو ملاتړ کوي خو دا ملاتړ د وسلو د استولو په معنا نه دے .
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، په لبنان کښې د حکومت له تشکيلېدو څخه د نړيوالو هرکلے دوام لري.
د خبر له مخې د تېرې جمعې په ورځ د لبنان ولسمشر مېشل عون د نجيب ميقاتي په مشرۍ د دغه هېواد د نوې کابينې د تشکيلولو فرمان لاسليک کړ. د لبنان په کابينه کښې دويشت وزيران ، ښاغلے ميقاتي او د هغه مرستيال شامل دي. د خبر له مخې د ملګرو ملتو او مختلفو هېوادونو د مشرانو لخوا په لبنان کښې د نوي حکومت له تشکيلېدو څخه هرکلے کړے او د هرکلي دغه بهير دوام لري.
-----------------
اوس جمهوري اسلامي ورځپاڼې ته لاس کوو چې ليکي؛ په ايران کښې د کورونا د قربانيانو او د سرې کرښې ښارونو شمېر په کمېدو دے.
ورځپاڼې د ايران روغتيا د وزارت له قوله وليکل، په هېواد کښې د وېکسينېشن عمل په تېزۍ سره روان دے. دغې وزارتخانې همدارنګ د ايران په پائتخت تهران کښې له دوو نه تر دريوهفتو پورې د لاک ډاؤن کولو وړانديز کړے دے. د خبر له مخې ولسمشر هره ورځ تر دوو ميلين تنو پورې د وېکسين لګولو لپاره د کوششونو خبر ورکړ.
ورځپاڼې د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه په يو خبر کښې وليکل: د افغانستان ملي مقاومت جبهې د پنجشير درې سيمې د طالبانو له قبضې ازادې کړې. په خبر کښې زياتوي چې د ملي مقاومت جبهې د پنجشير ولايت په شمال او شمال ختيځ کښې دره، آبشار او بريان سيمې د طالبانو له ولکې آزادې کړې دي. د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د فوځي کمېټۍ مشر صالح رجستاني په يوې بيانيه کښې تاکيد وکړ غواړو يو ځل بيا طالب ډلې او د هغې ملاتړو ته ووايوو چې پنجشير ته ننوتل د جنګ د ختمېدو په معنا نه دي بلکه د جنګ شروع ده.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې طالبان د افغانستان په مختلفو کليو کښې د خلقو ټيلي ويژنونه ماتوي او د ټيلي ويژنونو لرل يې منعې اعلان کړي دي. د خبر له مخې د افغانستان د مرکزي سيمو په کليواو بانډو کښې خلق د طالبانو په حکم ټيلي ويژنونه راغونډوي او بيا يې ماتوي.د خبر له مخې که څه هم طالبان د بيان د ازادۍ او له نويو ټېکنالوجيو څخه د استفادې کولو ادعا کوي خو په عمل کښې د دغې ادعا په اپوټه اقدام کوي.
------------
اوس به د پاکستان ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې د راولپنډۍ جنګ ورځپاڼې په خپله غټه سُرخۍ کښې وليکل؛ په پاکستان کښې د افغانستان په موضوع يوه مهمه غونډه اوشوه. په دغه غونډه کښې د پاکستان، ايران، چين، تاجېکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قازقستان د استخباراتو مشرانو ګډون وکړ او د افغانستان په وروستيو حالاتو يې د نظر تبادله وکړه.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: په ميانمار کښې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کښې له شلو نه زيات کسان ووژل شول.دغه نښتې په ګنګا سيمه کښې اوشوې چې په وژل شويو کسانو کښې د سکولونو زده کونکي او يو معلم هم شامل دي.
ورځپاڼې نړيوال نوبل انعام حاصلونکے د پاکستان مېرمن ملاله يوسفزۍ له قوله وليکل، نړيواله ټولنه دې د افغان مېرمنو د حقوقو لپاره غږ پورته کړي.
د خبر له مخې هغې وويل: په افغانستان کښې د واکمنانو بدلون په مېرمنو باندې تاثير کولې شي.
هغې واضحه کړه چې پينځلس کاله مخکښې په افغانستان کښې به ښځې او جينکۍ له تعليمه او اجتماعي فعاليتونو منعې کولې شوې او خلق به په کوړو وهل کېدل.نو اوس په افغانستان کښې د واکمنانو بدلون بيا هم د ښځو په حقوقو تاثير کولې شي. هغې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د مېرمنو د حقوقو لپاره دې غږ پورته کړي.
-------------
د پاکستان پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې په يو زړۀ پورې خبر کښې وليکل: د امريکې او نېټو ځواکونه په افغانستان کښې په نسوارو سخت اموخته شوي وو او که څه هم هغوي له افغانستان په تېښته کښې ډېرې مهمې وسلې پرېښودې خو له ځانونو سره يې نسوار يوړل. او اوس هم د نسوارو په ارمان دي. د ورځپاڼې د رپوټ له مخې اوس که امريکنيان افغانستان ته راځي هم نو د جنګ لپاره نه بکله د نسوارو لپاره به راځي.
ورځپاڼې د افغان طالبانو د وياند سهېل شاهين له قوله وليکل: په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت يوازې د يوې يا يوې نيمې مياشتې لپاره دے او په باضابطه حکومت کښې به له طالبانو نه علاوه د نورو قامونو غېر طالبان هم اخېستل کيږي.
هغه وويل، د باضابطه حکومت جوړېدو په مراسمو کښې به د چين په شمول د مختلفو هېوادونو مشرانو ته هم بلنه ورکړې کيږي.
----------------