ګاونډيوهیوادونوته دافغان پناه غواړو احتمالی کډه په سرکیدا اندیښمنونکی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105556-ګاونډيوهیوادونوته_دافغان_پناه_غواړو_احتمالی_کډه_په_سرکیدا_اندیښمنونکی_ده
مونږ  په لومړي فرصت کې  ددغه مشکل د  حل په ضرورت ټینګار کړی او ډیره مهمه ده چې د دخیلو درستو هیوادونو  او  له هرڅه مخکې د هغو هیوادونو له توانمنیو څخه چې  په افغانستان کې ئې سیاستونه  ددغو غمجنونکو  بدلونونو  لامل شوي ، استفاده وشي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2021 09:07 Asia/Kabul
  • ګاونډيوهیوادونوته دافغان پناه غواړو احتمالی کډه په سرکیدا اندیښمنونکی ده

مونږ  په لومړي فرصت کې  ددغه مشکل د  حل په ضرورت ټینګار کړی او ډیره مهمه ده چې د دخیلو درستو هیوادونو  او  له هرڅه مخکې د هغو هیوادونو له توانمنیو څخه چې  په افغانستان کې ئې سیاستونه  ددغو غمجنونکو  بدلونونو  لامل شوي ، استفاده وشي .

 تاس خبری آژانس  راپور ورکړ  دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف بیګا د قطر له خارجه وزیر شیخ محمد بند عبدالرحمان  آل ثاني سره له کتنې  وروسته په مطبوعاتي کنفرانس کې ووئيل  باید  په اوسني وضعیّت کې  دخیل درست هیوادونه او په سر کې هغه هیوادونه چې  په افغانستان کې  د انساني بحران لامل شوي دي ، د پناه غواړو د مسئلې دحل لپاره  کومه حل لاره ولټوي .

 لاؤوروف  زیاته کړې  هغه څه چې رامینځةشوي دي، انساني پایلې ئې ډيرې بوږنونکي دي . مونږ هم  ګاونډیو هیوادونو ته له افغانستانه  د پناه غواړو دستر سیل   په ګواښ اندیښمن یوو .

 دروسیې خارجه وزیر  ګاونډیو هیوادونو حتی اروپا ته د افغان پناه غواړو  دمخه کولو له امله  نتیجو ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ، مونږ  په لومړي فرصت کې  ددغه مشکل د  حل په ضرورت ټینګار کړی او ډیره مهمه ده چې د دخیلو درستو هیوادونو  او  له هرڅه مخکې د هغو هیوادونو له توانمنیو څخه چې  په افغانستان کې ئې سیاستونه  ددغو غمجنونکو  بدلونونو  لامل شوي ، استفاده وشي .

 امریکا او متحدانو ئې په داسې حال کې  له افغانستانه شاتګ کړی ، چې پرې کړي لښکر کشۍ ئې  ددغه هیواد د لسګونو زره خلکو له وژلو ،ناکراریو ، بې ثباتیو ، جنګ ، ترهه ګرۍ او تاؤتریخوالو پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلي . د افغانستان ډیری خلک  ددغه هیواد  اوسنی  وضعیّت،په افغانستان کې د امریکا ماته خوړلو سیاستونو له امله ګڼي .