پاریس به دافغانستان له نوي حکومت سره هیڅ رابطه ونه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105560-پاریس_به_دافغانستان_له_نوي_حکومت_سره_هیڅ_رابطه_ونه_لري
د وئيلو ده  پاریس  له افغانستانه  په تخنیکي خبرواترو ترسره کولو سره   کابو درې کسان  ویستلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2021 09:43 Asia/Kabul
  • پاریس به دافغانستان له نوي حکومت سره هیڅ رابطه ونه لري

د وئيلو ده  پاریس  له افغانستانه  په تخنیکي خبرواترو ترسره کولو سره   کابو درې کسان  ویستلي دي .

د فرانسې خارجه وزیر په دروغو د طالبانو په تورنولو سره ووئیل ،  پاریس به  دافغانستان له نوي تاسیس شوي حکومت سره هیڅ ډول رابطه ونه لري .

 فارس خبری آژآنس راپورورکړ،  د فرانسې خارجه وزیر ژان ایو لودریّن  بیګا له افغانستانه د راتلونکو وتنو په باب  په قطر کې  دیکشنبې ورځې  په خبرواترو کې دګډون لپاره دغه هیواد  ته له تلو مخکې  ووئیل ،  دوي (طالبانو وئیلي دي،اجازت ورکوي،ځيني بهرنیان او افغانان  په آزاده توګه له افغانستانه  ووځي ،  او  دیوه ولسی ټول شموله حکومت  دجوړیدا خبره ئې کړې ، خو  دوي دروغ وائي .

 لودریّن  زیاته کړې ،فرانسه له د غه حکومت سره له هر ډول رابطې ټینګولو او یا د دوي په رسمیّت پيژندنې  ډډه کوي . 

د وئيلو ده  پاریس  له افغانستانه  په تخنیکي خبرواترو ترسره کولو سره   کابو درې کسان  ویستلي دي .

 لودریّن   په پاي کې یادونه کړې ده ، تردې دمه څو فرانسوي ښاریز  او  څو سوه  هغه افغانان چې  له فرانسې سره ئې ارتباط درلودلی ، په افغانستان کې پاتې دي .

  له دې څه وخت مخکې  د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون  له طالبانو سره د پاریس د خبرواترو په باب  توضیح ورکړی او وئيلي ئې دي ،  چې دغه شان خبرې اترې د دوي دحکومت د په رسمیّت پيژندنې په معنا نه دي .