د سوریې او د روسیې ولسمشرانو خبرې وکړې
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د سوریې ولسمشر بشار اسد له مخکې څخه په یوه (۱) نه اعلان شوي سفر کښې ماسکو ته ورغی او په کریملین ماڼۍ کښې یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتنه وکړه .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دغه کتنې کښې د سوریې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د بشار اسد د بریالیتوب په مناسبت مبارکي وویل او زیاته یې کړه د دغو انتخاباتو نتیجه د دې ښودنه کوي چې د سوریې خلک په تا باندې اعتماد لري او د تیرو کلونو له ټولو مشکلاتو او غمیزو سره سره د سوریې خلک اوس هم یوه (۱) عادي ژوند ته د ورستنیدا او د حالاتو ښه کیدا د ستا له کبله ګڼي .
خبري سرچینو وویل چې د سوریې ولسمشر بشار پرون په ماسکو کښې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتنه او خبرې کړي وې .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنې کښې په سوریې کښې د ترهګرو ډلو د شتون او د ترهګرۍ د خطر د دوام په هکله خبرې وکړې .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ډاګینه کړه زمونږ ګډو هڅو د سوریې جمهوریت اصلي قلمرو او زیاتې سیمې له ترهګرو ازادې کړې او همداوس د بشار اسد په مشرۍ د سوریې حکومت نوي (۹۰) فیصده خاوره په خپل کنټرول کښې لري .
د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په سوریې کښې د خرجي هیوادونو د وسله والو ځواکونو د غیر قانوني شتون په هکله خبرې وکړې .