لیز ټروس د بریتانیا نوي خارجه وزیره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105718-لیز_ټروس_د_بریتانیا_نوي_خارجه_وزیره_شوه
فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیربوریس جانسن میرمن لیز ټراس (Liz Truss) د نوي خارجه وزیرې په توګه معرفي کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2021 01:56 Asia/Kabul
  • لیز ټروس د بریتانیا نوي خارجه وزیره شوه

فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیربوریس جانسن میرمن لیز ټراس (Liz Truss) د نوي خارجه وزیرې په توګه معرفي کړه .

بوریس جانسن میرمن لیز ټروس د نوي خارجه وزیرې په توګه معرفي کړه چې د ډومینیک راب ځای ناستي شي .

له دې مخکې د انګلستان خارجه وزیر ډومینیک راب د هیواد د کابینې د بدلولو د پلان په چوکاټ کښې د عدلیې د وزیر او د لومړي وزیر د مرستیال په توګه وټاکل شو .

د بریتانیا د خارجه وزیر ډومینیک راب له څوکۍ بدلول له افغانستان څخه د بریتانیا د  وتلو د عملیاتو د اجرا په هکله د هغه پرضد د سختو نیوکو په وجه دي .

د بریتانیا خارجه وزیر راب په افغانستان باندې د طالبانو د واک د ترلاسه کولو په وخت په یونان کښې په چټیانو بوخت و او هغه چټیانې پرې نه ښودلې  او ځکه خو له نیوکو سره مخ و او همدا اوس له خارجه وزارت څخه لیری کړی شوی دی .