هندوستان د چابهار بندر له لارې خپل تجارت زیاتول غواړي
Sep 19, 2021 01:26 Asia/Kabul
د هندوستان وزیراعظم د ایران د چابهار بندر له لارې له آسیا سره د تجارت په زیاتولو ټینګار وکړ
د هندوستان وزیراعظم د ایران د چابهار بندر له لارې له آسیا سره د تجارت په زیاتولو ټینګار وکړ
د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، نریندر مودي په تاجکستان کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان په یوویشتمې عمومي غونډه کښې ټینګار وکړ چې د مرکزي آسیا هیوادونه په ایران کښې له چابهار بندر سره په نښلیدو سره پراخې اقتصادي وړتیاوې ترلاسه کولې شي.
مودي د دغه سازمان له غړو هیوادونو وغوښتل چې د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا په احترام سره سیمه ایز ارتباط پیاوړی کړي.
د هند وزیراعظم ټینګار وکړ چې د سیمه ایز ارتباط پروژې باید مشورتي، رڼې او له متقابل مشارکت او باور سره مل وي.
ټیګونه