ورځپاڼو ته کتنه ۲۸-۶-۰۰
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105832-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۸_۶_۰۰
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2021 08:59 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۸-۶-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

د تهران چاپ نن اکثرو ورځپاڼو د ټوکيو اولمپېک او پارا اولمپېک کښې د ايران د اسلامي جمهوريت مډال راوړونکو او   اتلانو ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وېنا راخېستې ده.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د معظم رهبر له قوله وليکل، اتلان لوبغاړي ټولنې ته د ټينګ اودرېدنې، اميد او خوشحالۍ پېغام ورکوي.

دوي زياته کړه، دا چې د بنديزونو باوجود يې د هېواد بېرغ اوچت کړ  نړيوال برياليتوبونه يې ترلاسه کړل د مضبوطې ارادې او کلکې ارادې ښودنه کوي.

معظم رهبر  په دې موقع وفرمايل: په نړيوالو ډګرونو کښې د هېواد د وياړمنو لوبغاړو د اتلولۍ ترټولو مهم پېغام په ظاهره د ناشونو کارونو د ترسره کېدو امکان او ټولنې او ځوانانو ته د ټېنګ اودرېدنې، اميد او اطمينان د پېغام انتقال دے.

ورځپاڼې د ايران د ولسمشر له قوله وليکل: د افغانستان راتلونکے حکومت پکار دے ټولشموله وي. سید ابراهیم ریئسي پرون سهار له خپل تاجیکستاني همڅنګ سره له لیدوکتو وروسته په خبري کنفرانس کښې د سیمه ایزو ملګرتیاؤ دپراختیا په ضرورت باند په تاکيد سره  وویل ، له نیکه مرغه  د افغانستان  په نسبت  زمونږ نظرونه  سره نزدې دي  او هردواړه هیوادونه یعني ایران او تاجیکستان باؤري دي چې د پرَدیو لاسوهنې  په دغه هیواد کې د بې شمیره ترینګلتیاؤ لامل شوي  او باید د پرَدَیو لاسونه لنډ شي .هیڅکله هم پرَدي  نه  دی توانیدلي  امنیت  رامینځةکړي  او  نه  امنیت رامینځةکونکي وو ، او د پرَدیو  رول  لوبونې او شتون دوام هیڅکله هم نه منو .

---------------

د تهران رسالت ورځپاڼې د ايران د خارجه وزارت د وياند په حوالې سره وليکل: د شانګهائي د ملګرتيا په تنظيم کښې د ايران پوره غړيتوب له ګاونډيانو سره د مخ په ودې تعلقاتو په لور يو ستر ګام او زمونږ د اېشيا محوره بهرني سياست لپاره يو مخ په وړاندې بيايونکے اقدام دے. سعيد خطيب زاده په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، د ايران د پوره غړيتوب په منلو د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم له فېصلې څخه تود هرکلے کوو.

ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې وليکل: د تاجیکستان ولسمشر  امام علی رحمان او د پاکستان وزیر اعظم عمران خان  له طالبانو سره د خبرواترو د ترسره کولو په باب  سره مشورې وکړې .

د تاجیکستان ولسمشرامامعلی رحمان  په دوشنبې ښار کې د افغانستان د تاجیکانو او طالبانو د خبرواترو د ترسره کولو ته زمینې د جوړولو لپاره  د پاکستان او دغه هیواد د موافقې خبر ورکړ.  هغه زياته کړه مونږ ټینګار کوو ، چې  د افغانستان په ټولشموله حکومت کې  تاجیکان او نورو قومونه باید غوره ځاي  ولري او  باؤري یوو چې  په دغه هیواد کې سوله او ثبات  یوازې له دې لارې تامینږي .

------------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو څخه جنګ ورځپاڼه راواخلو چې په سر کښې يې د افغانستان په اړه د پاکستان د وزيراعظم بيانات راخېستي دي.

عمران خان وويل، په پراخ بنسټه افغان حکومت کښې د تاجېکان، هزارؤ او ازبکو د ګډون لپاره خبرې اترې شروع شوې دي. هغه زياته کړه، د څلوېښت کلونو جنګ جګړو وروسته د ټولو لورو په اقتدار کښې شاملېدل نه يوازې د افغانستان د استحکام لپاره بلکه د سيمې په ګټه هم دي.

ورځپاڼې زياته کړه، د تاجېکستان په پائتخت دوشنبه ښار کښې پاکستان، ايران ، چين او روسيې استازي په افغانستان کښې د امن و امان په ټينګښت او د يو پراخ بنسټه حکومت په جوړېدو متفق شول.

ورځپاڼې د بهرنيو خبرونو په برخه کښې په خپل يو خبر کښې وليکل: فرانسې له دغه هېواد سره د آسټريليا د اربو ډالرو د معاهدې په منسوخېدو او د هغې په ځاے له امریکې سره د معاهدې په لاسليکولو د سخت ردعمل په  څرګندولو سره له آسټرېليا او امريکې څخه خپل سفيران راوبلل. مېکرون دغه فېصله د فرانس په ملا کښې د خجر ټومبلو په څېر وبلله.

جنګ ورځپاڼې د ايراني سرچينو په حوالې سره د ايران د ولسمشر له قوله وليکل؛ له ايران سره د افغانستان په پوله کښې د داعش ترهه ګرو د موجودګۍ اجازه به ورنکړې شي. هغه وويل، په افغانستان کښې د داعش  موجوديت نه يوازې د افغانستان لپاره بلکه د ټولې سيمې لپاره خطرناک دے.

د خبر له مخې هغه زياته کړه، په کابل کښې يو قام يا يوې سياسي ډلې حکومت مسائل نه شي ختمولې. هغه وويل، په افغانستان کښې پکار دے د ټولو قامي، سياسي او مذهبي لورو په مشارکت سره يو پراخه بنسټه حکومت  جوړ شي..

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل؛ د اردن د سيند په لويديځه غاړه کښې د صهيونېسټ مېشته ښارګيو د  جوړولو په خلاف په احتجاج کؤنکو فلسطينيانو باندې د اسرائيلي فوځيانو په حملو کښې تقريباً ۲۱۷ فلسطينيان ژوبل شول.

-----------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا په يو خبر کښې وليکل؛ روس، چين، ايران او پاکستان د دوشنبې ښار د شانګهائي د ملګرتيا تنظيم په سرمشريزه غونډه کښې غوښتنه وکړه چې امريکه او نېټو دې د افغانستان د بیا رغونې خرچه وزغمي او افغانستان ټولې تړل شوې پانګې دې آزادې کړي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، طالبان نوې څلوېښت ماده اي آئيني ډانچه اعلان کړه، د هغې مطابق به د هېواد سرکاري مذهب اسلام وي، د بهرني سياست محور به اسلامي شريعت وي او سرکاري ژبې به هم پښتو او دري وي.

------------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼو څخه مسير ورځپاڼه رااخلو چې د ايران د ولسمشر له قوله ليکي: ټوله سیمه باید د افغانستان په ثبات کې همکاري وکړي

د ورځپاڼې  په قول د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په خپل ګاونډي هېواد کې د ترهګرو ډلو فعالیت نه شي تحمل کولی او په خبره یې افغانستان مهم موقعیت لري او دلته د بې ثباتۍ رامنځ ته کېدل ټوله سیمه بې ثباته کولی شي. رییسي دغه راز ټینګار کړی چې د سیمې ټول هېوادونه دې د افغانستان په سوله او ثبات کې همکاري وکړي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: کونړ کې؛ د لرګیو په چاقاق او ځنګلونو په پرې کولو بندیز ولګېد.

طالبانو د کونړ د ځنګلونو پر پرېکولو او چارتراشو پر قاچاق کلک بندیز ولګاوه. د راپورونو له مخې د طالبانو د موقته حکومت د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم د کونړ له ځنګلي سیمو د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی و او ځایي چارواکو ته یې په دې تړاو اړینې سپارښتنې کړې دي. هغه ویلي چې په کونړ کې د ځنګلونو پرې کول او د چارتراشو پر قاچاق باندې تر دویم امر پورې په بشپړه توګه بندیز دی او څوک چې له دې امر سرغړونه کوي قانوني چلند به ورسره کېږي.

او اوس له نورو بهرنيو ورځپاڼو څخه جاپان ټا ئمز ورځپاڼه رااخلو،جاپان ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر وضعیت لیکنه خپره کړې او د یوې لیکنې عنوان یې دی 'نجونې د افغانستان ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوې."

لیکوال یې لیکي، طالبانو چې څه باندې میاشت مخکې یې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، امر کړی چې هلکان او ښوونکي دې سر له شنبې ښوونځیو ته ستانه شي، خو نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومې کړای شوي دي.

د جاپان ټایمز ورځپاڼې په لیکنه، د طالبانو ډلې پر کابل د ولکې تر ټینګولو مخکې ژمنه کړې وه، چې ټول ­شموله او د نرم دریځ لرونکی حکومت به جوړوي، هغسې حکومت نه چې دوی د نویمې لسیزې په دویمه نیمايي کې درلود.

د ورځپاڼې په لیکنه، د طالبانو په مخکنۍ واکمنۍ کې نجونې او ښځې له تعلیم او کار کولو منع کړای شوې وې.

جاپان ټایمز زیاتوي، د ښځو حقونو ته د درناوي له ژمنو سره- سره د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت تازه اعلامیه، د ښځو حقونو ته د ګواښ پېښولو لپاره د طالبانو اقدام په ډاګه کوي.

--------