د ایران اټومي خبرې باید زر له سره پیل شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105862-د_ایران_اټومي_خبرې_باید_زر_له_سره_پیل_شي
فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف په اټومي تړون کښې د ایران په مرکچي ډله کښې بدلون ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ اټومي خبرې باید له ابتدا څخه نه بلکې له هغه ټکي څخه چې د جون د میاشتې تر شلمې (۲۰) نیټې پورې رسیدلي وې له سره پیل شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 20, 2021 01:21 Asia/Kabul
  • د ایران اټومي خبرې باید زر له سره پیل شي

فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف په اټومي تړون کښې د ایران په مرکچي ډله کښې بدلون ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ اټومي خبرې باید له ابتدا څخه نه بلکې له هغه ټکي څخه چې د جون د میاشتې تر شلمې (۲۰) نیټې پورې رسیدلي وې له سره پیل شي .

هغه په ټویټر پیغام کښې وویل په ایران کښې د نوي حکومت له جوړیدا وروسته په مرکچي ډله کښې خاص بدلونونه طبیعي چاره ده او  د ویانا د اټومي خبرو اترو د بریالیتوب لپاره تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د خبرو اترو د بهیر له دوام څخه ډاډ ترلاسه شي .

د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم پرون په خبري کانفرنس کښې د اټومي خبرو لپاره د ایران د مرکچي  ټیم د جوړښت په باره کښې وویل د مرکچي ډلې د جوړښت په هکله غور روان دی او طبیعي ده چې یوشمیر بدلونونه به راشي خو تراوسه د دغو بدلونونو بڼه نهايي شوي نه ده او په نهایي  کیدا سره به ټول خلک ترې خبر کړو .