شمالی کوریادایټمی موافقې په باب امریکاانګلستان او آسټریلیاوګواښل
له دې مخکې هم چین ، روسیې او انډونیشیا ، د امریکا، انګلستان او آسټریلیا دغه وروستی اقدام اندیښمنونکی او په سیمې کې د امنیتی انډول د ګډوډولو سبب بللی دی .
یونهاب خبری آژانس راپور ورکړ،د پیونګ یانګ مشرانو د امریکا ، انګلستان او آستریلیا د درو هیوادونو وروستۍ ایټمی موافقه ډیر خطرناک اقدام وباله.
په راپور کې وئيل شوي شمالي کوریا له دغې موافقې وروسته نن په یوې اعلامیې کې دغه اقدام دایټمی وسلو د سیالۍ لپاره پيلامه بللې او وئیلي ئې دي ،شمالی کوریا په دقت سره د امریکا ددغې فیصلې ارزونې کوي، څو د ضرورت په بڼه کې مناسب اقدام وکړائ شي .
له دې مخکې هم چین ، روسیې او انډونیشیا ، د امریکا، انګلستان او آسټریلیا دغه وروستی اقدام اندیښمنونکی او په سیمې کې د امنیتی انډول د ګډوډولو سبب بللی دی .
داپه داسې حال کې دي چې په دغې موافقې په اعتراض کې چې له فرانسې د سمندري اوبتل داخستو د میلیارډونو ډالري تړون دلغوه کیدا لامل شوی ، پاریس هم په یوه بې مخینې اقدام کې له کنبرا او واشنګټنه خپل سفیران بیرته بللي دي .