ایا له سرو زور او ملغرلو ګرانبیه شی شته ؟
زمونږ خبریال راپور ورکړی کله چې تاسو د ځمکې په کرې باندې د ډیرو ګرانبیه او نایابو شیانو په هکله فکر کوئ نو یقیینا د تاسو ګومان به دا وي چې ملغرې ، سره زر او پلاټینیم ډير ګرانبیه فلزات دي .
خو ایا تاسو ته پته شته چې یو(۱) ډول ځانګړی لرګی شته چې په اصل کښې له سرو زرو، پلاټینیم او ملغلرلوڅخه زیاته قیمت او بیه لري .
هو دغه لرګی کینام نومیږي او په دنیا کښې ترټولو ګرانبیه لرګی ګڼل کیږي .
دغه کینام لرګی له ګرانبیه معدنیانو څخه هم زیاته بیه لري او دغه لرګي ته په جاپان کښې کیارا ویل کیږي او دغه لرګی ډیر کم ملاویږي چې په عطرو او د اګربتیو په صنعت کښې کارول کیږي .
دغه لرګی ډیر زیات خوشبو لري او هغه په عربو هیوادونو کښې د عطرو او خوشبویانو لپاره هم کارول کیږي .
د کینام لرګی د یو ګرام بیه لس زره (۱۰۰۰۰) امریکايي ډالره ده او دغه لرګی د ځمکې د کرې پرمخ تر ټولو ګران لرګی ګڼل کیږي .