روسیي کښې له هوا کارغان غورځي او خلک ویریدلي
زمونږ خبریال راپور راکړی په روسیې کښې له هوا څخه په سلګونو کارغان په زمکې باندې غورځیدا سره مري او له کبله یې په خلکو کښې ډيره ویره رامینځته شوي ده .
له هوا څخه ځمکې ته د زرګونو کارغانو د غورځیدا دغه منظرې د روسیې په «نورسیبرسک» سیمه کښې لیدل کیدلای شي .
د روسیې په دغه کلي او ښارونو کښې هره ورځ په سلګونو کارغان له هوا څخه په ځمکه غورځیږي او هغه بیا مري او خلک دغه عجیبه چاره د قیامت نښه ګڼي .
د روسیې د «اوست تارکسک» ښار د مالدارۍ د چارو کارپیژاند ډاکټر «سرګي کوزلیاکین» وايي زه له نولس سوه پینځه اویایم (۱۹۷۵) میلادي کال راهسې د څارویو د ډاکټر په توګه کار کوم او ما په خپل ژوند کښې د لومړي ځل لپاره داسې ویرونکي منظره لیدلي ده چې زه یې ډیر لړزولی یم .
عجیبه خبره دا ده چې په دغه سیمه کښې یوازې کارغان ولې له هوا غورځیږي او بیا مري او نور مرغان او پرندګان په کامل ډول محفوظ او خوندي دي .
د روسیې دغه ډاکټر وویل مونږ ځینې مړه شوي کارغان د معاینې لپاره لیبراتور ته یوړل چې د هغوې د مړینې علت معلوم کړو .
راپور زیاتوي چې د روسیې د دغه سیمې ځايي حکومت مړه شوي کارغان راټولوي او بیا یې په اور کښې سوځوي .
د ویلو ده چې دوه (۲) کاله مخکې هم د امریکا په ارکینساس ایالت کښې له هوا څخه د مرغانو د غورځیدا پیښه رامینځته شوي وه خو د دغو مرغانو په هکله ویل شوي وو چې دغه مرغان د شپې په وخت د کورونو او د سړکونو د ګروپونو او بریښنا په لیدو سره د لاندې د کوزیدا هڅه کوي .
دغه مرغان د دغو رڼاګانو په وخت ځمکه او ودانۍ نه ویني او له ودانیو سره د دوې د ټکریدا په وجه هغه مري .