په شانګهايي موسسې کښې د ایران غړیتوب ډیر مهم دی
زمونږ خبریال وايي د امریکا نیوزویک مجلې وویل د شانګهايي په ملګرتیا موسسې کښې د ایران غړیتوب به لویدیځ هیوادونه دایران له اټومي پروګرام سره په مقابلې کولو کښې لا پسې محدود کړي .
دغه مجلې وویل د شانګهايي په ملګرتیا موسسې کښې د ایران غړیتوب به د ایران له اټومي پروګرام سره په مقابلې کولو کښې د لویدیځ لپاره جدي سټراټيژیک مشکلات رامینځته کړي .
د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبې ښار کښې د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د جوړیدا د شلمې(۲۰)کلیزې په مناسبت د سپتمبر د میاشتې په اولسمه (۱۷) نیټه دغه موسسې په رسمي ډول د ایران اسلامي جمهوریت غړیتوب ومانه او د سیمې د هیوادونو او د ایران د اړیکو نوی باب پیل شو .
د شانګهايي ملګرتیا موسسه د سیمې د هیوادونو ترمینځ یوه(۱) موسسه ده چې د بیلابیلو ملګرتیاو په تیره بیا د امنیتي او د اقتصادي ملګرتیاو لپاره جوړه شوي ده .