روسیې او امریکا د خبرو د دوام لپاره موافقه وکړه
فارس خبري اژانس وايي امریکا او روسیې پرون موافقه وکړه چې له اختلافاتو سره سره د اړونده سټراټيژیکو مسائیلو او د وسلو د کنټرول په هکله خبرو اترو ته دوام ورکړي .
په لوړه سویه خبرو کښې چې پرون په جینیوا ښار کښې وشوې د امریکا او د روسیې ډيپلوماټانو میرمن وینډي شیرمان او سرګي ریابکوف د اټومي وسلو او د نورو نړیوالو ګواښونو په زمینه کښې د بالقوه موافقو د تعقیبولو لپاره د دوو (۲) کاري ډلو له جوړولو سره موافقه وکړه .
د امریکا د حکومت یوه (۱) لوړرتبه چارواکي واک ته ولسمشر جوبایډن له رسیدا وروسته د سټراټیژیکو خبرو اترو د دوهم (۲) پړاو ترسره کیدل له محتوا ډک او متمرکز وباله خو نور جزیات یې ورنکړل .
د روسیې د خارجه وزیر مرستیال سرګی ریابکوف هم وویل د سټراټيژیک ثبات په زمینه کښې د امریکا او د روسیې خبرو اترو سوکه خو ښه پرمختګ لرلی دی .