روسیې او امریکا د خبرو د دوام لپاره موافقه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i106352-روسیې_او_امریکا_د_خبرو_د_دوام_لپاره_موافقه_وکړه
فارس خبري اژانس وايي امریکا او روسیې پرون موافقه وکړه چې له اختلافاتو سره سره د اړونده سټراټيژیکو مسائیلو او د وسلو د کنټرول په هکله خبرو اترو ته دوام ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2021 02:45 Asia/Kabul
  • روسیې او امریکا د خبرو د دوام لپاره موافقه وکړه

فارس خبري اژانس وايي امریکا او روسیې پرون موافقه وکړه چې له اختلافاتو سره سره د اړونده سټراټيژیکو مسائیلو او د وسلو د کنټرول په هکله خبرو اترو ته دوام ورکړي .

په لوړه سویه خبرو کښې چې پرون په جینیوا ښار کښې وشوې د امریکا او د روسیې ډيپلوماټانو میرمن وینډي شیرمان او سرګي ریابکوف  د اټومي وسلو او د نورو نړیوالو ګواښونو په زمینه کښې د بالقوه موافقو  د تعقیبولو لپاره د دوو (۲) کاري ډلو له جوړولو سره موافقه وکړه .

د امریکا د حکومت یوه (۱) لوړرتبه چارواکي واک ته ولسمشر جوبایډن له رسیدا وروسته د سټراټیژیکو خبرو اترو د دوهم (۲) پړاو ترسره کیدل له محتوا ډک او متمرکز وباله  خو نور جزیات یې ورنکړل .

د روسیې د خارجه وزیر مرستیال سرګی ریابکوف هم وویل د سټراټيژیک ثبات په زمینه کښې د امریکا او د روسیې خبرو اترو سوکه خو ښه پرمختګ لرلی دی .