باید په کامل ډول د اټومي تړون اجرا ته ورستانه شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i106426-باید_په_کامل_ډول_د_اټومي_تړون_اجرا_ته_ورستانه_شو
ایرنا خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزپ بورل وویل باید د اټومي تړون په کامل ډول اجرا ته بیرته ورستانه شو کوم چې د بایکاټونو په ختمولو سره موافقې ته د امریکا د بیرته ستنیدا په معنا ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2021 10:09 Asia/Kabul
  • باید په کامل ډول د اټومي تړون اجرا ته ورستانه شو

ایرنا خبري اژانس وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزپ بورل وویل باید د اټومي تړون په کامل ډول اجرا ته بیرته ورستانه شو کوم چې د بایکاټونو په ختمولو سره موافقې ته د امریکا د بیرته ستنیدا په معنا ده .

جوزپ بورل له «عرب نیوز» ورځپاڼې سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې اټومي تړون هماغه راز یوه(۱) امنیتي بریا ده وویل په نیویارک کښې د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ته زما پیغام ساده و ، ډيپلوماسۍ حل لاره ده او راځئ چې له ځنډ پرته ویانا ته ورستانه شو .

په داسې حال کښې چې ایران په ځلونو د خپلو اټومي  تاسیساتو د فعالیت هدف د سوله ییز کړچار لپاره اعلان کړی د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسول جوزپ بورل  ادعا وکړه چې د ایران د اټومي فعالیتونو په منفي لارې اندیښمن دی .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم مخکې ویلي وو خبرې باید د ایران او د خلکو د ګټو تامینونکي ووسي او په ځلونو د امریکا د بیا بیا خلاف ورزیو او د اروپا په عمل نه کولوسره دغه ګټې نه دي تامین شوي .

هغه په ایران کښې د واک په ډیموکراټیک ډول انتقال ته په اشارې سره وویل امریکا باید پوهه شي چې د ډونالډ ټرمپ د وخت په ذهیت سره له زیاتې ماتې خوړلو پرته بله نتیجه نه ترلاسه کوي .