روسیه د افغانستان او تاجیکستان په سرحد کښې حالات څاري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i106616-روسیه_د_افغانستان_او_تاجیکستان_په_سرحد_کښې_حالات_څاري
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخاراوا په یوې (۱) غونډې کښې د افغانستان او د تاجیکستان په سرحد کښې د حالاتو د خرابیدا په بڼه کښې د پریکنده اقداماتو د ترسره کولو لپاره د ماسکو د چمتووالي خبر ورکړ . هغې وویل روسیه له نږدې څخه د افغانستان او د تاجیکستان په سرحدونو کښې حالات تر څارنې لاندې لري او چمتو ده د حالاتو د خرابیدا په بڼه کښې پریکنده اقدام ترسره کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2021 11:37 Asia/Kabul
  • روسیه د افغانستان او تاجیکستان په سرحد کښې حالات څاري

فارس خبري اژانس وايي د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخاراوا په یوې (۱) غونډې کښې د افغانستان او د تاجیکستان په سرحد کښې د حالاتو د خرابیدا په بڼه کښې د پریکنده اقداماتو د ترسره کولو لپاره د ماسکو د چمتووالي خبر ورکړ . هغې وویل روسیه له نږدې څخه د افغانستان او د تاجیکستان په سرحدونو کښې حالات تر څارنې لاندې لري او چمتو ده د حالاتو د خرابیدا په بڼه کښې پریکنده اقدام ترسره کړي .

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخاراوا وویل د تاجیکستان په خاوره کښې د روسیې دوه سوه لومړي  (۲۰۱) لمبر اډه د حالاتو د خرابیدا په بڼه کښې د تاجیکستان له حکومت سره د مرستې لپاره په ټولو ضروري اوزارونو سمبال ده .

هغې وویل روسیه هماغه راز په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره چې په هیواد کښې د ټولو قومي ، سیاسي او مذهبي ګټې په نظر کښې ولري له طالبانو سره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکوي .

په عین حال کښې د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل د تاجیکستان او د افغانستان په سرحد کښې حال کراره دي او هیڅ تاوتریخوالی نشته .

طالبانو تاجیکستان د خپل هیواد په چارو کښې په لاسوهنې تورن کړی دی .