د جاپان ښاریز هره ورځ یوازې نیم ساعت ویده کیږي
زمونږ خبریال وايي داسې څوک شته چې خوب یعني ویده کیدل یې خوښ نه وي ؟
که چیرې مونږ ته فرصت ملاو شي نو ټول ورځ ویده کیږو خو په نړۍ کښې داسی کس هم شته چې په لیدو سره داسې ښکاري چې هغه خوب نه خوښوي .
ویل کیږي چې د ښه صحت لپاره انسان ته اته (۸) ساعته ویده کیدل پکار دي خو د جاپان یو(۱) ښاریز ښاغلی هوري ادعا کوي چې دې له تیرو دولسو (۱۲) کلونو راهسې هره ورځ یوازې دیرش (۳۰) دقیقې ویده کیږي .
د رسنیو د راپورونو پراساس هغه شي چې د جاپان دغه شپږدیرش (۳۶) کلن سړی یې د خوب دغه عجیبه عادت ته وهڅوه دا و چې هغه له اته (۸) ساعته ویده کیدا وروسته په پاتې شپاړسو (۱۶) ساعتونو کښې په یوه (۱)ورځ کښې هغه څه چې غوښتل یې ترلاسه کړي ترلاسه نکړی شول نو ځکه خو دغه کس په ټوله ورځ کښې یوازې نیم ساعت ویده کیدا سره له ژوند څخه خوند اخلي .
د جاپان دغه شپږدیرش (۳۶) کلن ښاریز وویل زه هره ورځ د خپل د ویده کیدا د ساعتونو په کمولو سره صحت مند ژوند کوم او د خوب د کمي له کبله زه هیڅ ستړیا نه احساسوم .
د جاپان دغه ښاریز د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره د یوه () ټیلي ويژن چینل د عملې کسانو ته د پرله پسې دریو ()ورځو لپاره د ده د څارنې اجازه ورکړه چې دغه خبره ثابته کړي چې نوموړی په ورځ کښې یوازې نیم ساعت ویده کیږي .