د فرانسې سیاستوال د لویدیځو هیوادونو په بې پامۍ نیوکه وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د فرانسې سیاستوال کرل وریکن ټینګار وکړ د امریکا په شمول لویدیځ هیوادونه باید سمدستي افغانستان ته د مرستو استول پیل کړي او د افغانستان د دړې وړې کیدا د مخنیوي لپاره د دغه هیواد شتمنۍ ازادې کړي .
اروپايي اتحادیې د شل ډلې په وروستۍ غونډې کښې ژمنه کړي وه چې افغانستان ته د یو(۱) میلیارډ ډالرو په ارزښت بشر دوستانه مرستې واستوي او دا په داسې حال کښې دي خو د فرانسې سیاستوال کرل وریکن له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې د مرستې ژمنه یوه (۱) ټوکه بللي ده .
د فرانسې دغه سیاستوال چې په شیلر نړیوالې موسسې کښې د افغانستان د ضربت ډلې یو (۱) غړی دی وویل دا له نفرت څخه ډکه خبره ده چې امریکا ، اروپايي اتحادیه او نړیوالې موسسې په داسې وخت کښې چې افغانستان د خواړو او د سلامتیا له کړیچ سره لاس او ګریوان دی له دغه هیواد سره خپلې مرستې بندوي .
هغه په دغو شرایطو کې چې افغانستان ورسره مخ دی وویل له افغانستان سره د مرستو د ځنډولو لپاره د لویدیځو هیوادونو او د هغوې د ادارو فیصله او د افغانستان د مرکزي بانک د بودجې کنګل کول په غیر پوځي اوزارونو سره د جنګي جنایت له ترسره کول کم شی نه دی .
د فرانسې سیاستوال کرل وریکن خبرداری ورکړ د افغانستان له خلکو سره د خوراکي او د روغتیايي مرستو لپاره د خنډ په رامینځته کولو کښې به د امریکا سیاست د افغانستان د میلیونونو ښاریزو د مړینې سبب شي .