د مصر د ښاریز له خیټې موبایل راوویستل شو
Oct 18, 2021 12:34 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د مصر د یوه (۱) ښاریز له خیټې څخه چې څو میاشتې مخکې یې په غلطۍ سره موبایل ټیلي فون روغ تیر کړی و د جراحۍ په وسیله په بریالیتوب سره موبایل راوویستل شو .
د مصر د پلازمینې قاهرې په جنوب کښې د اسوان پوهنتون په روغتون کښې یو (۱) مریض بستري کړی شو چې د خیټې درد ورته پیښ و او ډاکټرانو له معاینې وروسته ولیدل چې د ناروغه کس په معدې او دغه راز په کولمو کښې زیات عفونت پیدا شوی دی .
کله چې ډاکټرانو د مریض اپریشن وکړ نو د هغه له خیټې عجیبه شی راوویستل شو او هغه عجیبه شی بل څه نه بلکې یو (۱) موبایل ټیلي فون و .
ډاکټران د مریض له خیټې څخه د موبایل ټیلي فون په ویستلو سره ډیر حیرانه شول .
راپورونه وايي چې دغه موبایل شپږ (۶) میاشتې دمصر د ښاریز په خیټه کښې پروت و .
ټیګونه