د انسان د مخ د یوه طرف تصویر ولې ښکلی وي ؟
زمونږ خبریال راپور راکړی مونږ تاسو ټولو به له خلکو دغه خبره اوریدلي وي چې د فلاني سړي یا ښځې د فلاني خوا تصویر او انځور ډیر ښکلی ښکاري .
اوس یوه(۱) ټیک ټوکر(TIKTOOKER) ډاکټر هم دغه خبره تائید کړي ده چې زمونږ د مخ یوه (۱) خوا داسې وي چیرې چې تصویر ښکلي راځي .
د لبنان د ایمرجنسۍ ډاکټر فیض په خپل ټیک ټوک اینټرنیټ پاڼې باندې په یوې (۱) خپرې شوي ویډیو کښې ویلي دي چې زمونږ د مخکې کوم لور جذابیت لري یعني خلک ځان ته جلب کوي ؟
هغه وايي دغه فیصله زمونږ د دماغو یعني اعصابو هغه برخه ترسره کوي کوم چې جذبات او تاثرات کنټرولوي .
د لبنان دغه ډاکټر فیض وويل ډیرې خلک داسې فکر کوي چې د دوې د مخ کیڼه خوا زیاته جذابه وي او له دې لوري د دوې تصویر ښکلي وځي .
هغه وايي د دې وجه دا ده چې زمونږ د اعصابو ښې برخه زمونږ جذبات او تاثرات کنټرولوي او دغه برخه زمونږ د مخ کیڼه برخه هم کنټرولوي .
همدغه وجه ده چې زمونږ د مخ په کیڼې برخې باندې د جذباتو یعني د احساساتو او د تاثراتو څرګندول په ښه ډول کیږي ځکه خو خلک دغه برخه ډیره جذابه مومي .
که چیرې تاسو په تاریخ کښې جوړو شویو انځورونو ته ښه پام وکړئ نو له شپیتو (۶۰) فیصده زیات تاریخي انځورونه هم د انسان د مخ له کیڼې برخې څخه جوړ شوي دي .