چین او طالبان خپلې تجارتي او ډيپلوماټیکې اړیکې پراخوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i107410-چین_او_طالبان_خپلې_تجارتي_او_ډيپلوماټیکې_اړیکې_پراخوي
زمونږ خبریال وايي د چین د بهرنیو چارو وزیر او په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست د تجارتي او د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو په زمینه کښې موافقه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2021 01:38 Asia/Kabul
  • چین او طالبان خپلې تجارتي او ډيپلوماټیکې اړیکې پراخوي

زمونږ خبریال وايي د چین د بهرنیو چارو وزیر او په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست د تجارتي او د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو په زمینه کښې موافقه وکړه .

د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي پرون د قطر په پلازمینې دوحې کښې د چین د بهرنیو چارو د وزیر« وانګ يي »په مشرۍ د چین له پلاوي سره کتنه او خبرې وکړې .

د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل په دغه کتنې کښې په راتلونکي کښې د ډيپلوماټیکو او د تجارتي اړیکو د پراخولو لپاره د ګډ سازوکار د رامینځته کولو په هکله موافقه وشوه .

د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل په چین کښې د افغانستان د سوداګرانو د مشکلاتو حل کیدل  له افغانستان څخه چین ته د درملیزو بوټو صادریدل  او په چین کښې د افغانستان د محصیلینو لپاره د اسانتیاو برابرول د دواړو هیوادونو د پلاویو د خبرو اترو نور چورلیزونه وو .

د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي په دغه کتنې کښې ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د چین پرضد استفاده ونشي .

د چین پلاوي هم په دغه کتنې کښې له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو په دوام ټینګار کړی دی .

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هم په دغه کتنې کښې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د اصل په ساتلو باندې د ټینګار په ترڅ کښې په طالبانو ډلې غږوکړ په هیواد کښې د ټولشموله حکومت د جوړولو هڅه وکړي .

هغه وویل چین له افغانستان سره دوه اړخیزه ملګرتیا ته دوام ورکوي او د دغه هیواد په کورنیو چارو کښې لاسوهنه نه کوي .

د چین خارجه وزیر دغه راز د افغانستان د ټولنې د وحدت لپاره د طالبانو ډلې د هڅې پرضرورت ټینګار وکړ او له دې سره په یووخت یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره له مرستو ډډه ونکړي .