بریتانیا کښې د افغانستان کډوال سخت مشکلات لري
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په زرګونو پناه غواړي چې د بریتانیا په پلازمینې لندن او مختلفو ښارونو کښې په واټونو او موقته هستوګن ځایونو کښې دیره دي نن سبا د فاشیسټي ، د مهاجرو ضد او د ښي پالو سرزورو ډلو لخوا ځورول کیږي .
لومړۍ بریتانیا او د بریتانیا لپاره دوو (۲) مشهورو سرزورو ډلو په خپلو بیانیو کښې یې ویلي دي چې مونږ په تیرو اونیو کښې ناڅاپه د افغانستان د کډوالو هستوګن ځایونه لیدلي دي .
د بریتانیا فاشیسټان پناه غواړي ترهګر ګڼي چې د اروپا د فتح کولو کوشش کوي .
دغه فاشیسټان ادعا کوي چې د بریتانیا د مالیاتو ورکونکو له جیبونو څخه د افغانستان د پناه غواړو د لګښت په ورکولو اندیښمن دي .
د بریتانیا لپاره ډلې ادعا کړي ده چې د نویو پناه غوښتونکو منل به د انګلستان د کارګرانو د بې کارۍ سبب شي .
لومړۍ بریتانیا ډلې څه موده کیږي چې په ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼې باندې خپله پاڼه خلاصه کړي ده چې د افغانستانیانو پرضد فیلمونه پکښې خپروي .
راپورونه وايي چې د افغانستان زیاتې کورنۍ نن سبا په بریتانیا کښې په موقته هستوګن ځایونو سختې شپې او ورځې تیروي او ځینې افغانان هم نورو ښارونو ته منتقل کړې شوي دي چې د حکومت د ملاتړ وړ شبکو ته د هغوې لاسرسی سخت شوی او له سختو مشکلاتو سره مخ دي .