امریکا د چین د وسله وال توان په زیاتیدا اندیښمنه ده
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلې چین د واشنګټن تر ټولو ستر سټراټیژیک چیلنج وباله .
جنرال مارک میلې له بلومبرګ ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د چین له لورې له غږ څخه د ورهاخوا توغندي ازمویل ډیر اندیښمونکي وبلل او ویې ویل چې دغه ازموینې زمونږ پام ځان ته جلب کړی دی .
د امریکا دغه پوځي چارواکي د چین وسله وال توان له دغه توغندوي ازمیښت څخه ډیر ورهاخوا وباله او ویې ویل چین به د امریکا لپاره ترټولو سټراټيژیک چیلنج وي او په دې خبره کښې هیڅ شک نه لرم .
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلې د چین د توغندوي ازموینې په هکله وویل زمونږ هدف له ډیپلوماټیکې لارې د چین د پوځي توان کنټرولول دي چې د جنګ مخه ونیسو .
د چین خارجه وزارت د بریتانیا د فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور چې ویلي وو پیکینګ د روان کال په دوبي کښې له غږ ورهاخوا یو (۱) توغندی ازمویلی دی رد کړ او ویې ویل دغه دغه فضايي بیړۍ وه او پکښې په کمښ لګښت سره فضا ته د انسان د سفر کولو لپاره د بیا استفادې ټیکنالوژۍ کارول شوي وه .