امریکا د ایران پرضد بې اساسه ادعا کړي ده
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د ایران پرضد ادعاګانو سره د سپینې ماڼۍ د کار ړنګونو ته له اشارې پرته ادعا وکړه اټومي تړون ته د ایران د بیرته ستنیدا وخت معلوم نه دی .
هغه د ایران پرضد د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا د زیات دباو د سیاست دوام ته له اشارې پرته ادعا وکړه تراوسه روښانه نه ده چې ایران اټومي خبرو اترو بیرته ستنیدا ته تیار دی .
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان دغه راز ادعا وکړه مونږ چمتو یوو په ښه نیت سره له ایران سره خبرې وکړو .
د ایران داسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني هم ټيڼګار کړی له څلور(۴) جمع یوې(۱) ډلې هیوادونو سره د ترسره شوي موافقې پراساس د ایران د ملت پرضد د ظالمانه بایکاټونو د لغو کیدا د خبرو اترو په هکله د نظرونو د شریکولو لپاره له هر یوه (۱) هیواد سره دوه(۲) اړخیزه خبرې اترې ترسره کیږي .