ایټمي موافقه دې زرترزره عادي حالت ته ستنه شي
(last modified Tue, 02 Nov 2021 01:32:44 GMT )
Nov 02, 2021 06:02 Asia/Kabul
  • ایټمي موافقه دې زرترزره عادي حالت ته ستنه شي

وانګ وِن بین پرون په بیجنګ کښې یوې خبري غونډې کښې وویل: د ایټمي موافقې اغیزناکه اجرا د ایران د ایټمي مسئلې د هواري یوازنۍ صحیح لاره ده.

د چین د خارجه وزارت ویاند وویل چې هیواد یې زرترزره عادي حالت ته د ایران د نړیوالې ایټمي موافقې د ستنیدو د بهیر په پرمخ بیولو کښې د هر ډول کوشش پریکنده ملاتړ کوي

وانګ وِن بین پرون په بیجنګ کښې یوې خبري غونډې کښې وویل: د ایټمي موافقې اغیزناکه اجرا د ایران د ایټمي مسئلې د هواري یوازنۍ صحیح لاره ده.

هغه څرګنده کړه: د ایران په ایټمي مسئله کښې د روان کړکیچ عاملې په توګه امریکا باید په ایران باندې د زیات نه زیات دباؤ په لړ کښې خپل غلط سیاست په بشپړه توګه اصلاح کړي او نور لوري هم باید په دې لړ کښې رغنده رول ولري.

دغه چیني چارواکي زیاته کړه: د روان کال په وړومبۍ نیمايي کښې د ایټمي موافقې د راژوندي کولو لپاره د خبرواترو په شپږو پړاونو کښې مهم پرمختګونه وشول او ټول لوري باید زرترزره مذاکرات پیل کړي او د پاتې اختلافاتو د هواري لپاره علمي او نرمښت لرونکې حل لارې ولټوي ترڅو نوي پرمختګونه وشي.

د ویلو ده چې ایټمي موافقې ته د امریکې د ستنولو په موخه تراوسه د دې موافقې د پاتې غړو هیوادونو په شتون سره په ویانا کښې د مذاکراتو شپږ پړاونه ترسره شوي دي.

 

ټیګونه