طوطي د ټرافیک پولیسو افسر جوړ شوی
Nov 06, 2021 08:39 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي له انسانانو وروسته اوس ځناورو او مرغانو هم د پولیسو د دندو د ترسره کولو کار پیل کړی دی .
د دغه خبرې اندازې په اینټرنیټ پاڼو باندې له خپاره شوي عکس څخه لګول کیږي چیرې چې یو (۱) طوطي د ټرافیک پولیسو انسپکټر (INSPECTOR) جوړ شوی دی .
په دغه عکس کښې لیدل کیږي چې په برازیل کښې یو(۱) طوطي په لویه لاره کښې په یوې څارونکي کیمرې باندې ناست دی او په ټرافیک یعني ګاډو باندې څارنه کوي .
یوه(۱) خبري اژانس وویل چې دغه طوطي اکثره وخت په دغه کیمرې باندې ناست وي او سترګې ورته غړوي .
په اینټرنیټ پاڼې خلکو د دغه عکس په لیدو سره هغه ډیر خوښ کړی دی او تراوسه شپږ زره خلکو (۶۰۰۰) هغه لائیک یعني خوښ کړی او دغه شمیر په زیاتیدا دی .
ټیګونه