طوطي د ټرافیک پولیسو افسر جوړ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i107908-طوطي_د_ټرافیک_پولیسو_افسر_جوړ_شوی
زمونږ خبریال وايي له انسانانو وروسته اوس ځناورو او مرغانو هم د پولیسو د دندو د ترسره کولو کار پیل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2021 08:39 Asia/Kabul
  • طوطي د ټرافیک پولیسو افسر جوړ شوی

زمونږ خبریال وايي له انسانانو وروسته اوس ځناورو او مرغانو هم د پولیسو د دندو د ترسره کولو کار پیل کړی دی .

د دغه خبرې اندازې په اینټرنیټ پاڼو باندې له  خپاره شوي عکس څخه لګول کیږي چیرې چې یو (۱) طوطي د ټرافیک پولیسو انسپکټر (INSPECTOR) جوړ شوی دی .

په دغه عکس کښې لیدل کیږي چې په برازیل کښې یو(۱) طوطي په لویه لاره کښې په یوې څارونکي کیمرې باندې ناست دی او په  ټرافیک یعني ګاډو باندې  څارنه کوي .

یوه(۱) خبري اژانس وویل چې دغه طوطي اکثره وخت په دغه کیمرې باندې ناست وي او سترګې ورته غړوي .

په اینټرنیټ پاڼې خلکو د دغه عکس په لیدو سره هغه ډیر خوښ کړی دی او تراوسه شپږ زره خلکو (۶۰۰۰) هغه لائیک یعني خوښ کړی او دغه شمیر په زیاتیدا دی .