آسټریلیا ویسټ انډیز ته او جنوبي افریقې انګلستان ته ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i107940-آسټریلیا_ویسټ_انډیز_ته_او_جنوبي_افریقې_انګلستان_ته_ماتې_ورکړه
په متحده عرب اماراتو کښې د کرکټ د شل اووریز نړیوال کپ سیالیو په دوران کښې نن د یو ګروپ د څلورو  ټیمونو ترمینځ دوه لوبې وشوې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2021 19:12 Asia/Kabul
  • آسټریلیا ویسټ انډیز ته او جنوبي افریقې انګلستان ته ماتې ورکړه

په متحده عرب اماراتو کښې د کرکټ د شل اووریز نړیوال کپ سیالیو په دوران کښې نن د یو ګروپ د څلورو  ټیمونو ترمینځ دوه لوبې وشوې

کرکټ د ټي ټوینټي ورلډ کپ په لړ کښې نن د آسټریلیا او ویسټ انډیز د ملي لوبډلو ترمینځ شوې سیالۍ کښې ویسټ انډیز په سر کښې په بیټنګ کولو سره ۱۵۷ منډې وکړې چې د آسټریلیا ټیم دغه هدف د اوولسم اوور په دویم بال یوازې د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ او داشان یې دغه لوبه په اتو ویکټو وګټله.

د دغه ګروپ په بله لوبه کښې جنوبي افریقې د اګلستان په وړاندې د دوو لوبغاړو په ورکولو سره ۱۸۹ رنز وکړل.

په ځواب کښې د انګلستان ټیم هم چې تراوسه یې خپلې تیرې ټولې سیالۍ ګټلې دي، ډیره ښه لوبه وکړه خو د افریقايي بالرانو په وړاندې یې ماتې وخوړله او په ټاکلو شلو اوورونو کښې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۹ رنز جوړ کړل.

دا شان دغه لوبه جنوبي افریقې په لسو منډو وګټله.