د خوب د کمي داسې اغېزه چې حيران به مو کړي
زمونږ خبریال وايي ايا تاسو د خوب له کمښت سره مخ ياست، هو! نن سبا داسې څوک شته چې د خوب له کمښت سره مخ نه وي؟ نو بايد د خوب د کمښت له امله پر ذهن او جسم د اغېزو په هکله خبر شئ.
د کم خوبۍ له امله سړی د سستۍ، سر درد، اضطراب، خپګان، یا ډېپرېشن احساس کوي.
اوس سربېره پر دې ټولو يو بل اغېز هم شامل کړئ، چې هغه ستاسو عجيب حرکت يا چلند دی.
دا خبره د يوې نوې طبي څېړنې په ترسره کولو سره مخې ته راغلې ده، چې د کم خوب له امله د انسان چال چلند هم اغېزمن کېدی شي.
د يوه امريکايي پوهنتون په څېړنه کې ويل شوي دي چې د خوب او د انسان د چلند ترمنځ اړيکي شته.
څېړونکي همدارنګه ويلي چې د انسان چلند يو(۱) خودکاره عمل نه دی بلکې له خوب څخه اغېزمن کېږي.
څېړونکو ويلي چې يو انسان بايد په څلورويشت(۲۴) ساعتونو کې اته ساعته خوب وکړي، که چېرې دا ممکن نه وي، کوښښ دې وکړي چې د خوب کمی د اوونۍ په جريان کې پوره کړي.
تر دې مخکې ساينسپوهانو داسې فکر کاوه چې د انسان چال چلند او پر لاره تلل يو() خودکاره کار دی او چې موږ هر ډول وغواړو هماغسې حرکت کولای شو.
خو دې څېړنې دا خبره ثابته کړې ده چې داسې نه ده، زموږ دماغ پر لاره د اورېدو او ليدو اشارو باندې عمل کوي او پر دې سره د تللو لاره ټاکي.
دا چې دماغ مو ارام او قوي شي، نو لږ تر لږه د لويانو لپاره له اتو (۸)ساعتونو تر لسو(۱۰) ساعتونو خوب کول پکار دي. کوچني او د ښوونځيو ماشومان بايد له نهو(۹) ساعتونو تر دولسو(۱۲) ساعتونو خوب وکړي.
دا څېړنه د برازيل هېواد د يوه پوهنتون پر محصلينو ترسره شوې ده. چې په ۱۴ ورځو کې يې د هغوی د خوب کولو اندازه څېړلې ده. له دې محصلينو څخه يې ډېرو کسانو شپږ (۶) ساعته خوب کاوه.
دغه محصلين د سوداګرۍ ازموينې لپاره د شپې ويښ پاتې شوې وو.
په پايله کې معلومه شوه چې د بې خوبۍ يا کم خوبۍ له امله د محصلينو په چال چلند کې توپير راغلی و.
په څېړنه کې دا هم په ډاګه شوه، د هغو محصلينو چې د اوونيزې رخصتۍ پرمهال خوب پوره کړی و په چلند کې ښه والی راغلی و.
د خوب ډېری پوهانو دا مشوره نه ده ورکړې چې د خوب د ځای بدلول د زړه ناروغۍ ګراف پورته کوي.
په هر صورت په دې نوې څېړنه کې د پوره خوب کولو پيغام ورکړل شوی دی، په ځانګړې توګه هغه کسانو ته چې په دفترونو کې څو شفټونه کار کوي.
په دې اړه څېړونکي وايي، د هغو کسانو لپاره د خوب پوره کول ډېر اړين دي، چې د کم خوبۍ سره مخ دي او زياتره وخت يې خوب کم وي. په دې سره دوی کولای شي خپل چال چلند کنټرول کړي.