جوبایډن د امریکا تر ټولو نالایق ولسمشر وبلل شو
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې یوه (۱) غړي لینډسي ګراهام جوبایډن د خارجي سیاست په زمینه کښې یو(۱) ترټولو نالایق ولسمشر وباله .
هغه پرون له فاکس نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن حتی له پخواني ولسمشر جیمي کارټر هم بدتر دی او دغه چاره له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د بایډن په هکله صدق کوي .
لینډسي ګراهام وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن له ترهګرۍ سره د جنګ ماهیت نه درک کوي .
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو(۱) تر ټولو نږدې متحد سناتور لینډسي ګراهم څه موده مخکې د مشرانو جرګې په غونډې کښې ویلي وو زه بیړه لرم چې ټرمپ یوځل بیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو سیالیو ته ورګډ شي .
هغه نظر سنجې چې څه موده مخکې د ټرافالګار ډلې لخوا وشوه د دې ښودنه کوي چې د امریکا نهه شپیته (۶۹) فیصده خلک د افغانستان په هکله د ولسمشر جوبایډن د فیصلو او له دغه هیواده د وتلو په هکله خپه دي او یوازې درې دیرش (۳۳) فیصده امریکایانو د بایډن کړچار تائید کړی دی