آسټریلیا د کرکټ د ټي ټوینټي اتله شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108326-آسټریلیا_د_کرکټ_د_ټي_ټوینټي_اتله_شوه
د آسټریلیا د کرکټ ملي ټیم د شل اووریزو سیالیو نړیوال کپ وګټه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2021 18:48 Asia/Kabul
  • آسټریلیا د کرکټ د ټي ټوینټي اتله شوه

د آسټریلیا د کرکټ ملي ټیم د شل اووریزو سیالیو نړیوال کپ وګټه

په متحده عرب اماراتو کښې د کرکټ د ټي ټوینټي ورلډ کپ د سیالیو په پایلوبه کښې نن د نیوزي لینډ او آسټریلیا ملي لوبډلې سره مخامخ شوې.

د آسټریلیا د سړیو د کرکټ ملي لوبډلې نن د ټاس په ګټلو سره نیوزي لینډ ته اول د بیټګ یا توپ وهنې بلنه ورکړه. د نیوزي لینډ ټیم په ټاکلو شلو اوورونو کښې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۲ رنز وکړل.

په ځواب کښې د آسټریلیا ټیم دغه هدف یوازې د دوو لوبغاړو په سوځیدو (آؤټ کیدو) سره پوره کړ او داشان یې دغه فاینل سیالي وګټله.