دغه هیلمیټ د ماشومانو سره ګول کوي
Nov 20, 2021 08:15 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په چین کښې د ماشومانو د سرونو د ګول (Round)کولو هیلمیټونه(Hemets) په پراخ ډول خرڅیږي او اوس خلک دغه هیلمیټونه اخلي .
په چین کښې نن سبا د ماشومانو د سرونو د ګول کولو لړۍ روانه ده او میندې او پلاران د ماشومانو د سرونو د ګول کولو لپاره په هیلمیټونو او ټوپیو باندې په زرګونو ډالره لګوي .
په چین کښې چې د کوم ماشوم سر(Head) څومره ګول وي هومره هغه ښکلی ګڼل کیږي .
دغه چارې ته په پام سره د چین میندې او پلاران اوس ځانګړي هیلمیټونه او بالښتونه اخلي چې د دوې د ماشومانو سرونه ګول وساتي .
د چین میندې او پلاران په ورځ کښې څو ساعته د خپلو ماشومانو په سرونو باندې هیلمیټونه اچوي چې سرونه یې ګول شي .
ټیګونه