دغه هیلمیټ د ماشومانو سره ګول کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108584-دغه_هیلمیټ_د_ماشومانو_سره_ګول_کوي
زمونږ خبریال وايي په چین کښې د ماشومانو د سرونو د ګول (Round)کولو هیلمیټونه(Hemets) په پراخ ډول خرڅیږي او اوس خلک دغه هیلمیټونه اخلي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2021 08:15 Asia/Kabul
  • دغه هیلمیټ د ماشومانو سره ګول  کوي

زمونږ خبریال وايي په چین کښې د ماشومانو د سرونو د ګول (Round)کولو هیلمیټونه(Hemets) په پراخ ډول خرڅیږي او اوس خلک دغه هیلمیټونه اخلي .

په چین کښې نن سبا د ماشومانو د سرونو د ګول کولو لړۍ روانه ده او  میندې او پلاران د ماشومانو د سرونو د ګول کولو لپاره په هیلمیټونو او ټوپیو باندې په زرګونو ډالره لګوي .

په چین کښې چې د کوم ماشوم سر(Head) څومره ګول وي هومره هغه ښکلی ګڼل کیږي .

دغه چارې ته په پام سره د چین میندې او پلاران اوس ځانګړي هیلمیټونه او بالښتونه اخلي چې د دوې د ماشومانو سرونه ګول وساتي .

د چین میندې او پلاران په ورځ کښې څو ساعته د خپلو ماشومانو په سرونو باندې هیلمیټونه اچوي چې سرونه یې ګول شي .