ورځپاڼو ته کتنه ۳۰-۸-۰۰
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره.ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:
د تهران چاپ اکثروورځپاڼو په نننيو ګڼو کښې د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس په ترهريز لېسټ کښې په شاملولو کښې د برطانيې د حکومت د اقدام د غندنې په اړه خبرونه راخېستي دي. چې له هغو څخه جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلوو. دغې ورځپاڼې په دې اړه په يو خبر کښې وليکل: د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير په ترهه ګريز لېسټ کښې د حماس غورځنګ د راوستلو په اړه د برطانوي حکومت اقدام په سختۍ سره وغندۀ.
د خبر له مخط حسېن امير عبداللهيان پرون مازيګر په خپل انسټاګرام پېغام وليکل: د حماس د ولسي مقاومت غورځنګ د ترهګر بللو په لړ کښې د انګلستان اقدام غندل شوے دے.
هغه تاکيد وکړ چې د فلسطين د ولس حقوق د حقيقت په سرچپه ښودلو سره نه شي چخڼي کېدې.
د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: د فلسطین سیاسي حل لاره د دغه ټاټوبي د اصلي اوسیدونکو (مسلمانانو، یهودیانو او عیسایانو) په ګډون د ټول پوښتنې يا رېفرېنډم په ترسره کېدوکښې نغښتې ده.
ورځپاڼې په يوبل خبر کښې وليکل: د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت وياندپه هامبورګ کښې د خپل هیواد په کنسولګرۍ باندې تیرے وغندۀ.
سعید خطیب زاده پرون په هامبورګ ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کنسولګرۍ په ودانۍ باندې د حملې په غندلو سره د جرمني له حکومته وغوښتل چې ویانا د کنونشن په چوکاټ کښې په دغه هیواد کښې د ایران د سفارتي ځایونو د امنیت په تامینولو کښې په خپلو پریکنده دندو باندې جدي او مسئولانه عمل وکړي.
هغه څرګنده کړه: د جرمني له حکومته تمه کیږي چې د دغې حملې د جزئیاتو په دقیقې څیړنې او د هغې له عامل یا عاملانو سره د جدي چلند ترڅنګه، د دغه ډول تیریو د تکراریدو د مخنیوي لپاره پائیدار او موثره تدابیر غوره کړي.
د ویلو ده چې د جمعې په ماښام د جرمني په هامبورګ ښار کښې د ایران د کنسولګرۍ په ودانۍ باندې د نامعلومو کسانو له خوا حمله شوې خو له نیکه مرغه په کښې چا ته زیان نه دے رسیدلی البته د کنسولګرۍ ګیټ خراب شوے دے.
----------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د لبنان د حزب ا... غورځنګ له قوله وليکل: د برطانيې حکومت دې د حماس په هکله په خپلو غلطو محاسباتو دوباره غور وکړي.
د لبنان حزب الله غورځنګ د حماس خلاف د لندن فیصلې ته غبرګون ښودلې او په یوه خبرپاڼه کښې یې د یو ترهګر تنظيم په توګه د حماس غورځنګ په معرفي کولو کښې د انګلستان د حکومت له پریکړې کرکه وښودله او هغه يې سخته وغندله.
د دغې خبرپاڼې په دوام کښې راغلي چې دغه فیصله د صهیونیسټي دښمن او د هغه د وژلو، ترهګرۍ، قتلِ عام او ویرانګرۍ د سیاستونو په بشپړه پلویتوب کښې د انګلستان د سیاست دوام دے.
ورځپاڼې همدارنګ د يمني سرچينو له قوله وليکل: د سعودي تيري ګر ائتلاف د مسلط کړې شوي جنګ له امله په يمن کښې هره ورځ له درې سوو نه زيات ماشومان مري.
د خبر له مخې د یمن د روغتیا مرستیال وزیر د یمن خلاف جنګ ناوړه نتائجو او آثارو ته په اشارې سره تاکيد وکړ چې د سعودي ائتلاف لخوا د مسلط شوي جنګ، محاصرې او د غمیز ناکو آثارو له امله یې هره ورځ څه باندې ۳۰۰ له پنځو کالو د کم عمر ماشومان مري.
د خبر له مخې هم داشان د یمن د بشري حقوقو د وزارت سرپرست وویل: د یمن خلاف د جنګ اووم کال په ختمیدو دے او د ملګرو ملتو په شمول انسان دوستانه ادارو له یمنیانو په تېره بیا له ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره تراوسه په خپلو دندو عمل نه دے کړے.
------
اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته راوګرځوو چې له هغو څخه مو د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې انتخاب کړے دے. ورځپاڼې د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی محمود خان له قوله وليکل: د پښتونخوا عوامو د حکومت مخالف پي ډي اېم مسترد کړ او له ډېرو تياريو او هلو ځلو باوجود يې له زرو زيات کسان راغونډ نه کړې شول. هغه زياته کړه د سياسي بې روزګارو ټوله د ډوبېدونکې کيشتۍ د ژغورلو کوشش کوي. هغه واضحه کړه چې د پي ټي آئي حکومت به عوامو ته ريليف ورکوي او مسحقينو سره به مرستو ته دوام ورکوي.
د ورځپاڼې مطابق له بلې خوا د د پاکستان د حکومت مخالف ائتلاف پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چې د پاکستان عوامو چې په هېواد د عمران خان حکومت مسلط کړے دے هغوي دې اجتماعي توبه وکړي. د ورځپاڼې په قول هغه په پېښور کښې د پي ډي اېم غونډې ته په خطاب کښې وويل، پکار دے عوام د دې حکومت په خلاف بغاوت وکړي
مشرق ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د کعبې شريفې د مخکيني امام په اشتهاري فېلم کښې د اېکټر په توګه کار کولو باندې په اسلامي نړۍ کښې د مسلمانانو ترمېنځ سخته غم او غصه رامنځته شوې ده. د ورځپاڼې له مخې د سعودي د تفريحي مېلې په اشتهاري فېلم کښې د کعبې د مخکيني امام عادل کلباني د اېکټر په توګه کار کولو سره په سوشل مېډياکښې يوه غلبله رامنځته کړه. د کعبې دغه امام نه يوازې په دغه کار له اسلامي نړۍ معافي غوښتې بلکه ويلې دي چې ولې زۀ هالي وډ فېلمونو ته نه شم تلې.
ورځپاڼې د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت په حوالې سره وليکل: د افغانستان حکومتي کارکونکو ته به د دریو میاشتو تنخواګانې ورکړې کيږي. د طالبانو د لنډمهاله حکومت د مالیې د وزارت چارواکو پرون په کابل کښې وویل چې د حکومتي برخې د ټولو کارکونکو د تیرو دریو میاشتو ځنډېدلې تنخواه ګانې به په یوځاې ورکول کیږي.
-------
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو څخه مسير ورځپاڼې ته لاس کوو. دغې ورځپاڼې د ملګرو ملتو په حوالې سره ليکلي دي: یو میلیون افغان ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت خورا ترینګلی دی. د سرچینې په خبره دمګړی شاوخوا یو میلیون ماشومان په افغانستان کې د مړینې له خطر سره مخ دي.
سرچینه کاږي چې ۱۴ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي، شاوخوا درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي نو له همدې امله که نړیواله ټولنه پر وخت اقدام و نه کړي شاوخوا یو میلیون ماشومان له مرګ سره مخ کېدلی شي.
یونسیف دغه راز ټینګار کړی چې په ټوله کې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره وضعیت او د ژوند چاپېریال مناسب نه دی نو له همدې امله د نړیوالې ټولنې لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو پر نړیوالو بنسټونو غږ کړے ؤ چې په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې او پالنې لپاره لاس په کار شي او دوي له شته خطرونو او ګواښونو وژغوري.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د طالبانو د موقته حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وويل: ډېر ژر به ګڼ نور هېوادونه خپل سفارتونه پرانیزي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي یوې بهرنۍ رسنۍ ته ویلي چې دمګړی په افغانستان کې د ګڼو هېوادونو سفارتونه پرانیستي دي او شمېر یې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.
د متقي په خبره ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې ځينې اروپايي هېوادونه او ان د ناټو غړي هېوادونه خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي.
هغه ویلي چې د طالبانو حکومت له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیوال هم د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې له افغانستان سره وپالي.
د ورځپاڼې د يو بل خبر مطابق د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وويل: سور صلیب دې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مرستیال سره لیدلي دي او په دې لیدنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار شوی دی.
حامد کرزي ویلي چې افغانستان په دې حساسو شرایطو کې د نړیوالو بنسټونو په تېره د سره صلیب نړیوالې کمېټې لاسنیوي او مرستې ته اړتیا لري او ددغه بنسټ چارواکو ته په کار ده چې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستیال ډومینیک هارټ هم په دې لیدنه کې ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې دلته له احتمالي ناورین مخنیوی وشي.
-------