په افغانستان هیواد کښې د بریتانیا په استخباراتي ماتي اعتراف :-
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109072-په_افغانستان_هیواد_کښې_د_بریتانیا_په_استخباراتي_ماتي_اعتراف
د بریتانیا د بهرنۍ جاسوسۍ ادارې ایم ايي سیکس (MI6) مشر ریچارډ مور (Richard Moore)په یوې (۱) مرکې کښې اعتراف وکړ چې د روان کال په ووړي کښې په افغانستان کښې د طالبانو د پرمختګ په هکله جاجونه په بشپړه ډول ناسمه وه او د یوې استخباراتي ماتي په توګه یې د کابل نسکوریدل رد کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2021 10:30 Asia/Kabul
  • په افغانستان  هیواد کښې د بریتانیا په استخباراتي ماتي اعتراف :-

د بریتانیا د بهرنۍ جاسوسۍ ادارې ایم ايي سیکس (MI6) مشر ریچارډ مور (Richard Moore)په یوې (۱) مرکې کښې اعتراف وکړ چې د روان کال په ووړي کښې په افغانستان کښې د طالبانو د پرمختګ په هکله جاجونه په بشپړه ډول ناسمه وه او د یوې استخباراتي ماتي په توګه یې د کابل نسکوریدل رد کړل .

ریچارډ مور په دې زمینه کښې وویل د هغه چټکوالي جاجونه چې طالبانو له افغانستان څخه د امریکا او د بریتانیا د عسکرو له وتلو سره په یووخت د کابل کنټرول په لاس کښې واخیست کاملا ناسمه وه خو دغه مسله باید د استخباراتي ماتي او ناکامۍ په توګه ونه ګڼو او په مونږ کښې هیڅ چا د طالبانو لاس ته د کابل د ورتلو چټکوالی نه و اټکل کړی .

د افغانستان د مرکزي حکومت د نسکوریدا او د طالبانو واک ته د رسیدا  د جاجونې په هکله د بریتانیا د بهرنۍ استخباراتي موسسې ایم ايي سیکس د مشر څرګندونې او ادعاګانې د لویدیځو هیوادونو د جاسوسۍ ادارو په تیره بیا د انګلستان د ایم ايي سیکس او د امریکا  د سي ايي ای (CIA) جاسوسۍ ادارو لخوا په نورو باندې د خپلو ګرمو د مسولیت وراچول  ګڼل کیږي .

د بریتانیا د ایم ايي سیکس جاسوسۍ ادارې مشر ریچارډ مور په دې زمینه کښې یوه(۱) عجیبه ادعا کړي ده او هغه دا چې که چیرې جاسوسۍ ادارو د طالبانو د شورا هر یو (۱) غړي ځان ته جذب کړی وائ او هغه یې د پټ مامور یعني مخبر په توګه کارولی وائ بیا هم د کابل د نسکوریدا اټکل نشو کیدلی ځکه چې هغه  ادعا کوي طالبانو هم د کابل د نسکوریدا په هکله اطلاع نلرله .

د بریتانیا د ایم ايي سیکس د مشر دغه ادعا له حقیقت څخه لیرې ده .

په حقیقت کښې طالبانو له امریکا سره د تیر میلادي کال د فرورۍ د میاشتې د موافقې له لاسلیک کولو وروسته چې پراساس یې لویدیځ ځواکونه باید د روان میلادي کال تر میي میاشتې پورې له افغانستانه وتلې د افغانستان په بیلابیلو سیمو باندې د سوکه سوکه سلطې او په نهایت کښې د کابل د نیولو لپاره پرله پسې او پلان شوی بهیر پیل کړی و .

مسله دلته ده چې د امریکا او د بریتانیا جاسوسۍ ادارو د طالبانو د پرمختګ د چټکوالي  په هکله له حقیقت څخه ډک او سم درک نه درلود .

د امریکا ولسمشر جوبایډن د روان میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په اتمه (۸) نیټه په افغانستان کښې د امریکا د بندون له حالته د  وتلو لپاره له افغانستانه د واشنګټن د عسکرو سمدستي او له بیړۍ په ډک ډول د وتلو حکم ورکړ .

د امریکا د عسکرو له وتلو وروسته ناټو هم مجبوره شو چې  له افغانستانه د دغه پوځي تړون د غړیو هیوادونو د ځواکونو ایستلو  حکم ورکړي .

د بریتانیا په شمول د امریکا اروپايي متحدان له افغانستان څخه له بیړۍ په ډک ډول وتلو سره مخالف و  او  دغه چاره یې په دغه هیواد کښې د ګډوډۍ د رامینځته کیدا او په افغانستان د سلطې سبب ګڼله .

د امریکا او هم  د بریتانیا جاسوسۍ او پوځي ادارې په دې اند وې چې له افغانستانه د ناټو او د امریکا د ځواکونو له وتلو وروسته به له دوو (۲) میاشتو تر دوو (۲) کلونو پورې وخت ولګیږي چې طالبان وکولای شي په افغانستان کنټرول ترلاسه کړي .

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا له افغانستانه د واشنګټن د پوځیانو د نهايي ایستلو د وخت  چې د اګست د میاشتې یودیرشمه (۳۱) نیټه وه له اعلان څخه وروسته د افغانستان د پولیسو او د ځواکونو د تسلیمیدا لپاره د خبرو اترو په چوکاټ کښې د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د طالبانو عملیات او د بیلابیلو ولایتونو د نیولو لپاره دوه (۲) برابره چټکوالی پیدا کړ او په نهایت کښې طالبان وتوانیدل د روان میلادي کال د اګست په پینځلسمه (۱۵)نیټه کابل ونیسي او مرکزي حکومت نسکور کړي .

د انګلستان د خارجي جاسوسۍ ادارې ایم ايي سیکس (MI6) د مشر ریچارډ مور څرګندونې او ادعاګانې یوازې په افغانستان کښې د لویدیځو هیوادونو د استخباراتي ناکامۍ د توجیه لپاره بیان شوي دي .

پوځي کارپیژاند بیل راژیو (Bell Rajio) وايي د امریکا د پوځ او د جاسوسۍ ادارې چارواکي او قومندانان له نولسو سوه اته شپیتم (۱۹۶۸) میلادي کال راهسې د ترټولو سترې استخباراتي ماتي مسول دي او هغه پوښتنه چې مونږ ته راپیدا کیږي دا ده چې طالبانو څرنګه دغه پراخه حمله پلان کړه او د امریکا د ځواکونو ، د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای له مامورینو او د ملي اطلاعاتو د مرکز او د پوځي استخباراتو ادارې د مامورینو له شتون سره سره طالبان څرنګه وتوانیدل خپل پلانونه اجرا کړي .

بې شکه له امریکا وروسته د دا ډول سترې استخباراتي ماتي  مسولیت بریتانیا ته متوجه دی چې تل له امریکا سره اوږه په اوږه د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر د میاشتې د یولسمې (۱۱) نیټې له حملو وروسته جنګونو کښې یې  په افغانستان او عراق کښې شتون درلود .