هندوستان زر په افغانستان کښې خپل سفارت پرانیزي
اوا خبري اژانس وايي د هندوستان رسنیو په کابل کښې د نوي ډیلي د سفارت د بیرته پرانیستلو لپاره د هند د فیصلې خبر ورکړ .
د هندوستان رسنیو پرون راپور ورکړ نوی ډیلي ، متحده عربي امارات ، جاپان ، جرمني او ځینې نور اروپاي هیوادونه په افغانستان کښې د ډيپلوماټیکو فعالیتونو د له سره پیلولو لپاره په ګډې هڅې بوخت دي .
«هندو » ورځپاڼې ویلي دي چې د هندوستان چارواکو په کابل کښې د نوي ډیلي د سفارت د پرانیستلو لپاره غور پیل کړی دی .
په دغه راپور کښې ویل شوي دي هندوستان غواړي چې د طالبانو له موقته حکومت سره خپل ارتباط وساتي چې وکولای شي د افغانستان له خلکو سره مرستې وکړي .
په عین حال کښې د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټویټر پیغام کښې ولیکل افغانستان ته د سعودي عربستان د څوارلسو (۱۴) ډیپلوماټانو په بیرته ستنیدا سره په کابل کښې د عربستان سفارت له تیرې سې شنبې ورځې څخه خپل فعالیت او د افغانستان ښاریزو ته کنسولي خدمات له سره پیل کړل .