د امریکا ولسمشر بایډن د پخواني ولسمشر سیاستونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109100-د_امریکا_ولسمشر_بایډن_د_پخواني_ولسمشر_سیاستونو_ته_دوام_ورکړی
زمونږ خبریال وايي د امریکا مشهور نظریه وړاندې کونکي نوام چامسکي د اوسني ولسمشر جوبایډن خارجي سیاست تر ډیره حده د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو تعقیبول وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2021 02:35 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر بایډن د پخواني ولسمشر سیاستونو ته دوام ورکړی

زمونږ خبریال وايي د امریکا مشهور نظریه وړاندې کونکي نوام چامسکي د اوسني ولسمشر جوبایډن خارجي سیاست تر ډیره حده د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو تعقیبول وباله .

هغه د امریکا د ولسمشر جوبایډن بهرني سیاست ته په اشارې سره وویل دغه بهیر خوشبینانه  نه دی او بایډن تر ډیره حده د پخواني ولسمشر ټرمپ سیاست ته مخه کړي ده او د بیلګې په توګه د فلسطین په هکله یې ځینې بې رحمانه اقدامات چې ټرمپ غوره کړي وو لغو نکړل .

نوام چامسکي زیاته کړه د امریکا ولسمشر جوبایډن د ایران په هکله له اټومي تړون په وتلو کښې د امریکا په جنایت باندې د غلبې لپاره ځینې ژبني حرکتونه بند کړل خو هماغه راز د ډونالډ ټرمپ د دریځ په دوام ټینګار کوي .

نوي نظر سنجیانې وايي د امریکا یوازې دوه څلویښت (۴۲) فیصده خلک د ولسمشر جوبایډن کړچار تائیدوي .