د کورونا ویروس نوی ډول اومیکرون امریکا ته ورسید
(last modified Thu, 02 Dec 2021 01:50:18 GMT )
Dec 02, 2021 06:20 Asia/Kabul
  • د کورونا ویروس نوی ډول اومیکرون امریکا ته ورسید

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د ناروغیو د کنټرول او د مخه د نیولو مرکز سي ډي سي پرون د اومیکرون په نوم د کورونا په نوي او خطرناک ویروس باندې د یوه (۱) ککړ کس د معلومیدا خبر ورکړ .

دغه مرکز وویل چې د امریکا په کیلي فورنیا ایالت کښې په اومیکرون کورونا ویروس یو (۱) ککړ کس پیژندل شوی دی .

د امریکا د عفوني ناروغیو او د الرژۍ د ملي موسسې مشر انتوني فائوچي هم وویل په اومیکرون کورونا ویروس دغه ککړ کس له جنوبي افریقا امریکا ته راغلی دی .

په داسې حال کښې چې امریکا له مخکې راهسې د کورونا له نوي څپې سره لاس او  ګریوان ده د اومیکرون په نوم د نوي ویروس د څرګندیدا خبر د امریکا د چارواکو لپاره نوی چیلنج رامینځته کړی دی .

د امریکا خلک اندیښمن دي چې د اومیکرون نوی ویروس په دغه هیواد کښې په چټکې سره خپور شي .

امریکا همدا اوس په کورونا ویروس د خلکو د ککړیدا او د خلکو د مړ کیدا له نظره د نړۍ د هیوادونو په سر کښې ده .

بل خبر دا چي سعودِ عربستان ته هم اومیکرون کورونا ویروس رسیدلی او حکومتي چارواکو دغه خبر تائید کړی دی چې یو کس چې له جنوبي افریقا سعودي عربستان ته ورغلی دی په اومیکرون کورونا ویروس ککړ دی .