د ترکیې د ولسمشر د وژلو طرحه ناکامه شوه
Dec 05, 2021 03:54 Asia/Kabul
د ترکیې رسمي خبري سرچینو ویلي چې پرون د دغه هیواد په سویل کښې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د وینا په ځاې کښې یو بم موندل شوی دی
د ترکیې رسمي خبري سرچینو ویلي چې پرون د دغه هیواد په سویل کښې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د وینا په ځاې کښې یو بم موندل شوی دی
فارس خبري آژانس لیکلي چې دغه بم د پولیسو د یو ګاډي لاندې لګول شوی و.
دا خبر په داسې حال کښې خپریږي چې په دې وروستیو کښې د ترکیې د ملي کرنسۍ د ارزښت د کمیدو له امله د اقتصادي کړکیچونو په وجه دغه هیواد له کړکیچنو حالاتو سره مخامخ دی.
د ترکیې د کرنسۍ (لیر) ارزښت په تیر یو کال کښې د ډالر په مقابل کښې ۴۴ فیصده کم شوی دی او ولسمشر اردوغان په تیرو دوو کلونو کښې د خپل هیواد د مرکزي بانک مشر درې ځلې بدل کړ.
ټیګونه