د امریکا نیم ځوانان د هیواد ډیموکراسۍ ماتي خوړلي ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109264-د_امریکا_نیم_ځوانان_د_هیواد_ډیموکراسۍ_ماتي_خوړلي_ګڼي
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د یوې (۱) نوي نظرسنجې د پایلو پراساس د امریکا نیمايي ځوانان په خپل هیواد کښې د ډیموکراسۍ د حالت په اړه اندیښمن دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2021 09:57 Asia/Kabul
  • د امریکا  نیم ځوانان د هیواد ډیموکراسۍ ماتي خوړلي ګڼي

اسپوتنیک خبري اژانس وايي د یوې (۱) نوي نظرسنجې د پایلو پراساس د امریکا نیمايي ځوانان په خپل هیواد کښې د ډیموکراسۍ د حالت په اړه اندیښمن دي .

د امریکا هاروارډ کینیډي (Harvard Kennedy) پوهنتون ته اړونده د پالیټیکس(Politics) انسټي ټیویټ لخوا یوه (۱) نظر سنجې چې د هیواد له اتلس (۱۸) کلونو تر نهویشت (۲۹) کلونو پورې ځوانانو سره شوي ده د دې ښودنه کوي چې د امریکا د ډیموکراسۍ د  سلامتیا د حالت په هکله د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوند د ځوانانو د نظرونو ترمینځ اوڅاره اختلاف شته .

د دغه راپور پراساس په دغه نظر سنجې کښې د امریکا له دوه زره یوسل نهو(۲۱۰۹) ګډون کونکو ځوانانو څخه دوه پنځوس (۵۲) فیصدو کسانو امریکا یوه (۱)ماتي خوړلي یا مشکل رامینځته کړې شوي ډیموکراسۍ وبلله  او څلوردیرشو (۳۴) فیصدو ځوانانو بیا د هیواد ډیموکراسۍ سالمه یا د کارندوالي تر حده وبلله او دیارلس (۱۳) فیصده ځوانانو هم «نه پوهیږو» ټکی انتخاب کړ .

د دغه نظر سنجې پراساس د امریکا په ځوانانو کښې د ولسمشر جوبایډن محبوبیت شپږڅلویښت (۴۶) فیصدو ته ټیټ شوی دی او په دغه نظر سنجې کښې اکثره ګډون کونکو د ولسمشر بایډن او د ولسي جرګې د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوند د غړیو له کړچار سره مخالفت وکړ .