امریکا د ایران پرضد نور بایکاټونه اعمال کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109376-امریکا_د_ایران_پرضد_نور_بایکاټونه_اعمال_کړل
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د خزانې وزارت بیګا د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د خپلو غلیمانه اقداماتو په دوام کښې د ایران په اتو (۸) کسانو او څلورو (۴) ارګانونو بندیز ولګاوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2021 02:04 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران پرضد نور بایکاټونه اعمال کړل

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د خزانې وزارت بیګا د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د خپلو غلیمانه اقداماتو په دوام کښې د ایران په اتو (۸) کسانو او څلورو (۴) ارګانونو بندیز ولګاوه .

د امریکا خزانې وزارت په خندا وړ ادعا کښې د ایران دغه اته (۸) کسان او څلور (۴) ارګانونه د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ تورن کړي دي .

د امریکا خزانې وزارت دغه راز د سوریې څو چارواکي او د یوګینډا هیوا یو(۱) چارواکی هم د بندیزونو په فهرست کښې شامل کړ .

د امریکا له نظره بشري حقوق  تل د سلطې د نظام د مخالفو او د خپلواکه هیوادونو تر دباو لاندې د راوستلو او د نفوذ لپاره یو ډول په نرم قدرت  بدل شوي دي .

د ایران پرضد د امریکا نوي بندیزونه په داسې حال کښې اعمال شوي دي چې د ولسمشر جوبایډن حکومت ادعا کوي نیت لري په ویانا کښې د روانو خبرو له لارې اټومي موافقې ته د واشنګټن د بیرته ستنولو لپاره ضروري زمینه برابره کړي .

د ایران اسلامي جمهوریت د مسولیت منونکي هیواد په توګه ویلي دي دې ته په پام سره چې دا امریکا وه چې د اټومي تړون خلاف ورزۍ یې کړي ده او دا واشنګټن دی چې باید د بایکاټونو په ختمولو سره دغه تړون ته بیرته ستون شي او ضروري ده چې د امریکا د ژمنو د اجرا کولو حقیقت دې معلوم کړې شي .