د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ په نتانیاهو لعنت واستوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109482-د_امریکا_پخواني_ولسمشر_ټرمپ_په_نتانیاهو_لعنت_واستوه
فارس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د خپلو خاطراتو په یوې (۱) برخې کښې ویلي دي له هغو ډیرو خدمتونو سره سره چې ما د صهیونیسټ رژیم لپاره کړي دي خو د دغه رژیم پخواني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو به د هغو کارونو په علت چې زما پرضد یې ترسره کړي دي ونه بښم .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2021 09:49 Asia/Kabul
  • د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ په نتانیاهو لعنت واستوه

فارس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د خپلو خاطراتو په یوې (۱) برخې کښې ویلي دي له هغو ډیرو خدمتونو سره سره چې ما د صهیونیسټ رژیم لپاره کړي دي خو د دغه رژیم پخواني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو به د هغو کارونو په علت چې زما پرضد یې ترسره کړي دي ونه بښم .

د عبري ژبو سرچینو نن سهار د صهیونیسټي اینټرنیټ پاڼي  «واللا »خبریال «باراک راوید» سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اختصاصي مرکې ځینې برخې خپرې کړې .

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه مرکې په یوې (۱) برخې کښې ویلي دي په هیواد کښې د ولسمشرۍ انتخابات له ما څخه غلا شوي دي او اخیستل شوي او هغه هم  یوشمیر کمزوري کسانو په  خاطر چې د ولسمشر لپاره ونه جنګید .

ډونالډ ټرامپ وویل هیڅ چا زما په اندازه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو لپاره کار نه دی کړی او هیڅ چا زما په اندازه د صهیونیسټ رژیم لپاره کار نه دی کړی او زیاته یې کړه د پیړۍ معامله  ستره معامله وه او ما دغه کار له انتخاباتو مخکې ترسره کړ او له نتانیاهو سره په مو ډیره  مرسته وکړه .

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل خو د اسرائیلو لومړی وزیر  نتانیاهو لومړنی کس و چې نوي ولسمشر جوبایډن ته یې مبارکي وویله او هغه نه یوازې جوبایډن ته مبارکي ورکړه  بلکې دغه کار یې د یوې (۱) ضبط شوي ویډیو په چوکاټ کښې ترسره کړ .

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل ما له هغه وخت راهسې تراوسه د اسرائیلو له پخواني لومړي وزیر نتانیاهو سره خبرې نه دي کړي لعنت دې په هغه او زه به هغه ونه بښم .

هغه وویل که چیرې زه د امریکا ولسمشر نه وائ شوی نو فکر کوم چې د اسرائیلو جرړه به ایستل کیدله .