د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ په نتانیاهو لعنت واستوه
فارس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د خپلو خاطراتو په یوې (۱) برخې کښې ویلي دي له هغو ډیرو خدمتونو سره سره چې ما د صهیونیسټ رژیم لپاره کړي دي خو د دغه رژیم پخواني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو به د هغو کارونو په علت چې زما پرضد یې ترسره کړي دي ونه بښم .
د عبري ژبو سرچینو نن سهار د صهیونیسټي اینټرنیټ پاڼي «واللا »خبریال «باراک راوید» سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اختصاصي مرکې ځینې برخې خپرې کړې .
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه مرکې په یوې (۱) برخې کښې ویلي دي په هیواد کښې د ولسمشرۍ انتخابات له ما څخه غلا شوي دي او اخیستل شوي او هغه هم یوشمیر کمزوري کسانو په خاطر چې د ولسمشر لپاره ونه جنګید .
ډونالډ ټرامپ وویل هیڅ چا زما په اندازه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو لپاره کار نه دی کړی او هیڅ چا زما په اندازه د صهیونیسټ رژیم لپاره کار نه دی کړی او زیاته یې کړه د پیړۍ معامله ستره معامله وه او ما دغه کار له انتخاباتو مخکې ترسره کړ او له نتانیاهو سره په مو ډیره مرسته وکړه .
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل خو د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو لومړنی کس و چې نوي ولسمشر جوبایډن ته یې مبارکي وویله او هغه نه یوازې جوبایډن ته مبارکي ورکړه بلکې دغه کار یې د یوې (۱) ضبط شوي ویډیو په چوکاټ کښې ترسره کړ .
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل ما له هغه وخت راهسې تراوسه د اسرائیلو له پخواني لومړي وزیر نتانیاهو سره خبرې نه دي کړي لعنت دې په هغه او زه به هغه ونه بښم .
هغه وویل که چیرې زه د امریکا ولسمشر نه وائ شوی نو فکر کوم چې د اسرائیلو جرړه به ایستل کیدله .