ملګروملتونو د اسرائیلو پرضد پریکړه لیک صادر کړ
د سوریې سانا خبري اژانس وايي ملګروملتونو نن سهار د سوریې په جولان لوړو کښې د صهیونیسټ رژیم د اقداماتو د باطل بللو او غندلو په هکله په یوسل نهه څلویښتو (۱۴۹) مثبتو رایو سره د پریکړه لیک په تصویبولو سره له اسرائیلو نیواکګر رژیم وغوښتل له هغو اقداماتو چې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده لاس واخلي .
د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ټینګار وکړ هغه اقدامات چې د اسرائیلو نیواکګر رژیم یې د سوریې د جولان لوړو د حقوقي حالت او د ماهیت د بدلولو په هدف سره ترسره کوي یا به یې ترسره کړي باطل او بې اغیزې دي او هغه د نړیوالو حقوقو او قانون ښکاره خلاف ورزۍ ده .
یوسل نهه څلویښتو (۱۴۹) هیوادونو د سوریې د نیواکي په نوم سره پریکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړې او په مقابل کښې نیواکګر صهیونیسټ رژيم او امریکا دغه پریکړه لیک ته منفي رايې واچولې او دغه پریکړه لیک ته درویشت (۲۳) هیوادونو سپینې رایې ورکړې .