ريابکوف:
ټول د برجام د احياء غوښتونکي دي
د روسيې د خارجه وزير مرستيال وويل، د ويانا د خبرو اترو ټول لوري د برجام اېټمي موافقې احياء کېدل غواړي.
سرګئ ريابکوف د ماسکو چاپ ايزوستيا ورځپاڼې سره په مرکه کښې وويل د برجام اېټمي موافقې د ګډ کمېشن په غونډه کښې ټول ګډون کؤنکي له ايران سره د اېتمي موافقې پوره احياء په لور حرکت کوي.
ريابکوف واضحه کړه زمونږ لخوا د سياسي ارادې سرچينه د پام وړ ده او زۀ اطمينان لرم چې په ويانا کښې اوسنيو صلاح مشورو هيڅ يو لورے نه غواړي چې له ايران سره اېټمي موافقه دړې وړې شي.
سرګئ ريابکوف يادونه وکړه چې په اوسني حال کښې له مخکښې حالات لا زيات پېچل شوي دي خو دا مسئله د تسليمطدو لپاره څه دليل نه دے. ضروري ده چې د برجام د احياء کولو په باره کښې د ويانا په خبرو اترو کښې د ګډون کؤنک ټولو لورو د اقداماتو له غږملتيا سره اړوند مسائلو باندې کار اوشي او روسيې لورے له دې مسئلې سره مرستې کولو ته تيار دے.
ايراني پلاوي د دسمبر په وړومبۍ نېټه د خبرو اترو په تېر پړاو کښې د بنديزونو د ختمولو او اېټمي اقداماتو په اړه دوه سندونه مقابلو لورو ته وړاندې کړل. د برجام اېټمي موافقې غړي اروپائي لوري د امريکې په غوښتنه له خپلو هېوادونو سره د صلاح مشورو لپاره خپلو پائتختونو ته لاړل.د کاري ډلو غونډې عملاً اودرېدې او د برجا اېټمي موافقې د ګډ کمېشن له غونډې وروسته د دسمبر د روانې مياشتې له نهمې نېټې څخه لوري بيا هم د خبرو اترو مېز ته راستانۀ شوي دي.